کورپاڼه / روغتيا / په نهاره سره د اوبو څښلو شپږ حیرانوونکې روغتیایي ګټې

په نهاره سره د اوبو څښلو شپږ حیرانوونکې روغتیایي ګټې

ویل کېږي چې په نهاره سره د اوبو څښل د جاپان له روایتونو او دودونو څخه دي، چې ګڼې روغتیایي ګټې لري. دغه راز سهار وختي پورته کېدل او بیا د اوبو څښل د بدن او دماغو د فعالیت سبب کېږي، چې بیا د بدن د غړو د فعالیتونو د ښه والي لامل ګرځي. روغتیایي کارپوهان وایي چې د انسان بدن تقریباً له ۶۰ سلنه اوبو څخه جوړ دی، چې ۷۳ سلنه اوبه د دماغو او د زړه د جوړښت برخه تشکلیوي. نو هره ورځ له ناشتې څخه دمخه له څلورو څخه تر شپږ پیالو اوبه وڅښئ او ټوله فعال او ښکلي وګرځئ.

له خوب څخه وروسته د اوبو کمښت پوره کوي:

له شپږ یا اته ساعته خوب وروسته که چېرته لږ تر لږه دوه پیالې اوبه په نهاره سره وڅښل شي، د بدن کمې شوي اوبه ورسره پوره کېږي.

چاغښت ختموي:

ویل کېږي چې د سهار پرمهال نیم ګرمې اوبه څښل لوږه له منځه وړي، چې بیا په همدې ډول د بدن اضافي وازده اوبه کېږي او په همدې ډول ورځنی استعمال یې چاغښت له منځه وړي.

بدن فعال ساتي:

روغتیایي کارپوهان وایي، چې د بدن د کمزورۍ او سستۍ لویه وجه د اوبو کمښت وي. خو د اوبو په استعمال سره بدن او دماغ په فعالیت راځي، د خوب ستونزې له منځه وړي او د تازه والي سبب ګرځي. دغه راز که چېرته څو ورځې پرلپسې په نهاره سره نیم ګرمې اوبه وڅښل شي، بدن ورسره خپل فعالیتونه تېزوي.

د میتابولیزم عملیه تېزوي:

ویل کېږي چې په نهاره سره د نیم ګرمو اوبو څښل د میتابولیزم عملیه تېزوي او د لوږې احساس له منځه وړي.

د دماغو لپاره ګټور وي:

دا چې د انسان ماغ له ۷۳ سلنه اوبو څخه جوړ دي، نو په همدې علت ورته ډېرې اوبه هم پکار وي. نو که چېرته هره ورځ سهار له څلورو څخه تر شپږ پیالو اوبه وڅښل شي، ټوله ورځ به مو ښه وي.

زهرجن توکي خارجوي:

ویل کېږي چې د شپې پرمهال ژور خوب د ځینو حجرو د بیا جوړېدو سبب کېږي او له بدن څخه زهرجن توکي خارجېږي، چې بیا د سهار پرمهال د اوبو څښل د زهرجنو توکو د خارجېدو عمل تېزوي او د سږو او ګردو فعالیتونه ښه کوي.

په نهاره د اوبو څښلو طریقه:

هره ورځ سهار وختي د کار له پیل څخه دمخه له څلورو څخه تر شپږ پیالو اوبه وڅښئ. که چېرته د اوبو څښل درته ستونزمن وي نو له یوې پیالې څخه یې پیل کړئ او ورو ورو دغه عادت تر شپږو پیالو پورې لوړ کړئ. دغه راز تر ۴۵ دقیقو پورې څه مه خورئ.

دا هم ولولئ

آیا د ورزش نه کولو له اغېزو خبر یاست؟

ورزش یا سپورټ کول د صحت مندانه او روغ ژوند لپاره اړین وي، خو پوښتنه …