ویل کېږي کله چې د ژمي موسم رارسېږي، نو له خپل ځان سره ډېرې خوندورې ډالۍ هم راوړي، چې په دې کې بېلابېل خوراکي او د څښاک توکي هم موجود وي. دغه راز ډېر به مو لېدلی وي چې د ژمي په موسم کې زیات خلک سوپ په ډېر شوق سره استعمالوي یا یې څښئ، خو پوښتنه داده چې آیا د سوپ استعمال ګټور تمامېدلی شي؟ ددې پوښتنې په ځواب کې ویل کېږي، چې د سوپ څښل د بدن د تودوخې درجه ډېروي او سوپ د خپل ګرموالي یاهم د سبزيجاتو او د غوښې په سبب ډېر ګټور تمامېږي.
په وزن کې کمښت رامنځته کوي:
دا چې سوپ په عموم کې د چرګ له غوښې یاهم له سبزیجاتو څخه تیارېږي، چې په همدې وجه د غذایي توکو څخه ډک وي او لږ استعمال هم د مړښت سبب کېږي، چې بیا په همدې ډول د چاغښت مخنیوی کوي.
د اوبو کمښت پوره کوي:
دا چې د ژمي په موسم کې د اوبو استعمال کمېږي او بدن د اوبو له کمښت سره مخامخ کېږي، چې بیا دغه کمي د اوبو په منظم استعمال سره پوره کېږي یاهم دغه نیمګړتیا باید د سوپ په وسیله پوره کړو.
دفاعي سیستم ته ځواک ور بخښي:
مخکې مو هم یادونه وکړه چې سوپ د چرګ له غوښې یاهم له سبزیجاتو څخه تیارېږي، چې د ذکر شوو توکو ټول غذایي توکي بیا په اوبو کې حلېږي او د دفاعي سیستم د قوت سبب ګرځي.
د نزلې او زکام ترټولو غوره درملنه کوي:
سوپ په عموم کې ګرم څښل کېږي، چې په همدې موخه هغه کسان چې په زکام او نزله اخته وي، د سوپ څښل ورته د آرام احساس ورکوي.
هډوکو ته ځواک ورکوي:
د چرګ د غوښې سوپ ډېر ګټور وي. ویل کېږي چې په ذکر شوي سوپ کې موجود غذایي توکي د هډوکو د قوت سبب کېږي، چې ډاکتران یې بیا په همدې موخه ناروغو کسان ته د څښلو لارښوونه کوي.