کورپاڼه / روغتيا / د امیندوارۍ پرمهال د میندو د بدن وزن او په ځوانانو کې د شنډوالي ترمنځ اړیکه موندل شوې

د امیندوارۍ پرمهال د میندو د بدن وزن او په ځوانانو کې د شنډوالي ترمنځ اړیکه موندل شوې

ویل کېږي هغه امیندارې میرمنې چې د چاغښت یا چاغوالي ښکار وي، راتلوونکی ماشوم به یې د ځوانۍ یاهم د بلوغت پر وخت ۴۰ سلنه ډېر له شنډوالي سره مخ کېږي. د څېړنې له مخې ویل کېږي د چاغښت په سبب د میرمنو په بدن کې په ګډ شمېر بدلونونه رامنځته کېږي، چې بیا یې د امیندوارۍ پرمهال پر ماشوم اغېزې پرېوتلی شي.

ذکر شوې څېړنه چې د Acta Obestrisa at Gynecology Scandinavia په ژورنال کې خپره شوې ور ځنې موندل شوې، هغه هلکان چې میندې یې د امیندوارۍ پرمهال د ډېر وزن لرونکي وي، د شنډوالي خطر یې ۴۰ سلنه ډېر وي. دا څېړنه په ډنمارک کې له نهو زرو څخه په زیاتو هغوی بالغو نارینه او ښځینه وو ترسره شوې، چې له ۱۹۸۴ څخه تر ۱۹۹۷ کال پورې پیدا شوي ول.

ویل کېږي چې وروسته له څېړنې دا پایله لاسته راغله، چې د امیندوارۍ پرمهال د میندو ډېر وزن په راتلوونکي کې د نارینه وو په تولیدي سیستم اغېزې ښېندلی شي. یاده وي چې په اوسنیو کلونو کې په ټوله نړۍ کې د شنډوالي ستونزې په واضحه توګه ډېرې شوي، چې بیا په همدې موده کې د چاغوالي اندازه هم ډېره شوې ده.

څېړونکي وایي چې د امیندوارۍ پرمهال د وزن برابر ساتل راتلوونکی نسل له شنډېدو څخه ژغورلی شي او په ترسره شوې څېړنه کې یې ۹.۴ سلنه وګړي د شنډوالي ښکار ول. څېړونکي زیاتوي، چې د میندو ډېر وزن د هلکان په تولیدي سیستم ناوړه اغېزي کوي، چې تر شاه یې ګڼ شمېر میکانیزمونه شتون لري.

دوی وایي چې د وازدې نسجونه د هورمون په وسیله متحرک کېږي، چې بیا د امیندوارو میرمنو په ماشوم ناوړه اغېزې پرېباسي او د تولیدي سیستم په وده کې مداخله کوي، چې له ځوانۍ څخه دمخه پکې نه څرګندېږي. دغه راز هغه کیمیاوي مواد چې د اندوکراین د اغېزمن کېدو سبب کېږي، هم په راتلوونکي ماشوم اغېزې ښېندلی شي.

دا لومړی ځل دی چې د میندو د بدن وزن او د ماشومانو ترمنځ یې د شنډېدو اړیکه موندلې، څېړونکي وایي چې له دې څېړنې څخه دې نظریې ته قوت موندل کېږي، چې د مور وزن د ماشومام تولیدي سیستم اغېزمنوي، خو باید په دې اړه ډېرې څېړنې نورې هم ترسره شي.

دا هم ولولئ

ولې په تشه ګېډه د کېلې خوړل ښه نه وي؟

  کېله یو له هغه مېوو څخه ده، چې د روغتیا لپاره ډېره ګټوره تمامېږي. …