کورپاڼه / هنر او کلتور / د افغانستان مشهور سريال (د کونډې زوى) پاتې برخې به جوړې شي؟
د کونډې زوى

د افغانستان مشهور سريال (د کونډې زوى) پاتې برخې به جوړې شي؟

د ممنون مقصودي مشهور سريال (د کونډې زوى) د افغانستان له مشهورو سريالونو څخه دى، چې دا ډېر په زړه پورې سريال لسيزې مخکې جوړ شوى و، خو وروسته يې يو شمېر برخې له جوړېدو پاتې شوې.

د دې سريال د مشهورتيا اندازه له دې لګولى شئ، چې اوس هم دا سريال خلک په مينه ګوري او په دې وروستيو کې يو ځل بيا په ټولنيزو رسنيو کې هم د دې سريال بېلابېلې برخې د خلکو له لوري خپرېږي.

په دې سريال کې ممنون مقصودي مرکزي کردار لوبولى دى، د شادګل په نوم دا کليوال هلک چې په کلي کې ژوند کوي او د کابل کيسې اوري، دا يې ارمان وي چې کابل ته لاړ شي او هغه چې کله بيا کابل ته راځي، نو له ډېرو پېښو سره مخ کېږي.

په هغه وخت کې دا سريال په ډېر معياري ډول جوړ شوى و.

اوس تازه د پښتو ژبې مشهور ليکوال علم ګل سحر وايي، چې هغه له ځينو نورو ليکوالانو سره په ګډه د دې سريال پاتې برخې ليکلې دي، خو چې کومه اداره دا پاتې برخې جوړې کړي او دا خدمت ترسره کړي.

علم ګل سحر په خپله فېسبوکپاڼه کې ليکي: ((په دې ورځو کې په فېسبوک کې (د کونډې زوى) سريال ځينې برخې خپرېږي. خلک يې ډېر ارمان کوي وايي کاشکې د بل فصل نورې برخې يې هم جوړې شوې واى.))

هغه زياتوي: ((عرض دا دى چې (د کونډې زوى) سريال د بل فصل ټولې برخې موږ هر يوه واحد نظري، کاتب فاڅون، وفا سمندر او ما ليکلي دي او له ماسره موجودې دي.))

علم ګل سحر په خپل فېسبوکي پوسټ کې مخکې وايي: ((دلته مې ځکه يادونه وکړه چې که کومه اداره يا کوم څوک دا خدمت وکړي، چې د دې ښکلي سريال پاتې برخې ثبت کړي، هم به يې لوى فرهنګي خدمت کړى وي، هم به له دې لارې پوره عايد ترلاسه کړي.))

افغانستان د (افغان فلم) په نوم اداره لري، چې له لسيزو راهيسې فعاله ده خو په دې وروستيو کې د تشکيل او امکاناتو سره سره بيا يې هم هېڅ داسې کوم کار نه ليدل کېږي، چې ولس ته دې يې وړاندې کړى وي، که چېرته (د کونډې زوى) سريال پاتې برخې د افغان فلم له لوري جوړې شي، نو دا به يې ستر کار کړى وي.

دا هم ولولئ

نوازالدین صدیقي: د بالیووډ ستونزه خپلوي پالل نه دي بلکې نسل پرستي ده

د هندي سینما مشهور اداکار نوازالدین صدیقي ویلي دي، چې د بالیووډ ترټولو لویه ستونزه …