د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې ويکټ ساتونکى او توپوهونکى کامران اکمل د پاکستان د کورنيو سياليو (پاکستان کپ) کې په نه اخيستلو ناهيلى شوى دى.
کامران اکمل وايي، چې ما خپل پرفارمنس ښکاره کړى دى او بيا هم په لوبډله کې نه يم اخيستل شوى، دا له ماسره ښه چلند نه دى شوى.
کامران اکمل په ټويټر کې په يو ټويټ کې ليکلي دي او همدا راز د پاکستان کرکټ بورډ نديم خان يې هم په دې کې ټېګ کړى دى او له هغه نه يې غوښتنه کړې ده، چې دا هر څه دې وګوري.
Shocked & disappointed As a senior & season Player i have not been treated well.I request @TheRealPCB @NadeemKhanCC to look into the matter. Cricket is my passion and i want to play it BUT….I rest my case to My Allah.
— Kamran Akmal (@KamiAkmal23) January 7, 2021
کامران اکمل وايي، چې کرکټ سره مې بې حده زياته مينه ده، زه غواړم چې لوبې وکړم، خو اوس دا هر څه الله ته سپارم.
د يادولو وړ ده چې د پاکستان کپ سيالۍ چې نن پيل شوې، په دې سياليو کې د پاکستان پيليز توپوهونکى احمد شهزاد او ويکټ ساتونکى او توپوهونکى کامران اکمل نه دي اخيستل شوي. دا دواړه د سينټرل پنجاب لوبډلې لپاره لوبېدل.
د پاکستان کپ کې ٣٣ سيالۍ ترسره کېږي، چې د جايزو په توګه ورته ١٠ ميليونه روپۍ هم ځانګړې شوې دي. ويل کېږي چې اتلې لوبډله ته به ٥ ميليونه او دويمې لوبډلې ته دوه نيم ميليونه پاکستاني روپۍ د جايزې په توګه ورکول شي.