کورپاڼه / روغتيا / د ګوړې د استعمال ۱۵ هغه روغتیایي ګټې، چې لوستل به حیران کړي

د ګوړې د استعمال ۱۵ هغه روغتیایي ګټې، چې لوستل به حیران کړي

د ګوړې په اړه ویل کېږي چې د لومړي ځل لپاره له نن څخه درې زره کاله دمخه په هندوستان کې رامنځته شوه، چې د ځینو ناروغیو پر وړاندې د درملو په توګه استعمالېږي او په ځینو درملو کې د خوږلت په توګه ور ځنې ګټه اخیستل کېږي. دغه راز که چېرته یې له بورې سره مقایسه کوو، نو وایو چې بوره د روغتیا لپاره زیانمنه، خو ګوړه بیا ګټوره ګڼل کېږي. نو راځئ چې نن ورځ د ګوړې د استعمال ګټې وپېژنو.

د هاضمې سیستم ځواکمنوي:

ویل کېږي چې ګوړه د قبض لپاره ډېره ګټوره وي، ځکه چې د ګوړې په استعمال سره خوراکي توکي ډېر ژر هضمېږي او په سبب هغه انزایمونه را بیدارېږي، چې له بدهضمۍ څخه مو ژغورلی شي.

ځیګر پاکوي:

ویل کېږي چې د ګوړې په استعمال سره زموږ له ځیګر څخه اضافي توکي خارجېږي او د انټي اکسایدو او منرالونه شتون یې د فري راډیکلونو پر وړاندې درېږي او مخنیوی یې کوي.

د سرطاني ناروغیو مخنیوی:

ویل کېږي چې د ګوړې په استعمال او د ګوړې په جوړښت کې د موجودو توکو په سبب د سرطاني ناروغیو مخنیوی کېږي.

دفاعي سیستم ځواکمنوي:

د ګوړې انټي اکساید او ویټامین سي د میکروبونو پر وړاندې درېږي او په همدې ډول د دفاعي سیستم د ځواک سبب کېږي.

د تنفسي ناروغیو لپاره ګټوره وي:

ویل کېږي چې د ګوړې استعمال د تنفسي سیستم د ښه والي او د بلغم د ختمېدو لامل ګرځي. دغه راځې د ساه اړوند په ناروغیو کې ګټوره ګڼل کېږي.

د حیض دردونه ختموي:

ویل کېږي که چېرته میرمنې په ورځني ډول لږه غوندې ګوړه وخوري، طبیعت یې ښه کوي او د حیض دردونه یې له منځه وړي.

د نزلې، زکام او ټوخي لپاره د آرام سبب ګرځي:

ویل کېږي چې د ګوړې استعمال د بدن تودوخه ډېروي، چې په همدې موخه د ژمي په موسم کې هم ډېره کارول کېږي او د نزلې، زکام او ټوخي لپاره د ارام سبب ګرځي.

وینه پاکوي:

ویل کېږي چې د ګوړې له ګټو څخه یوه دا هم ده، چې استعمال له وینې څخه اضافي توکي خارجوي او د وینې د پاکوالي لامل ګرځي.

وینه پوره کوي:

ویل کېږي چې ګوړه له فولیټ او زنک څخه ډکه وي، چې بیا همدغه مادې د وینې د ډېروالي سبب ګرځي او د وینې کمښت پوره کوي.

د کولمو لپاره ګټوره وي:

ویل کېږي چې د جوړښت په جوړښت کې د میګنیزیم جوړښت کولمو ته قوت وربخښي.

د معدې ګرمښت له منځه وړي:

ویل کېږي چې ګوړه د بدن تودوخه کنټرولوي او په همدې ډول معدې ته یخوالی وربخښي، چې بیا د هضم په مرحله کې هم اسانتیاوې رامنځته کېږي.

د وینې لوړ فشار کنټرولوي:

د ګوړې په جوړښت کې د پوتاشیم او سودیم شتون د بدن تېزابیت کنټرولوي او په همدې ډول د لوړ فشار مخنیوی هم کوي.

د بندونو درد له منځه وړي:

که چېرته د بندونو درد لرئ، نو ګوړه راواخلئ او له ادرکو یاهم له ګرمو شېدو سره یې وکاروئ، ستونزه به مو حل شي.

سټړیا له منځه وړي:

د ګوړې په جوړښت کې کمپلیکس کاربوهایډریټو شتون ستړیا له منځه وړي او بدن ته د ځواک ورکولو وړتیا په ځان کې لرلی شي.

کموي:

د ګوړې پوتاشیم که څه هم د زړه لپاره ګټور وي، ورسره څنګ کې د میتابولیزم عملیه هم ښه کوي او په همدې ډول اضافي وازده اوبه کوي.

Loading...

دا هم ولولئ

شین ګلپي یا برکولي څه شی دی؟

شین ګلپي یا برکولي د ګلپي یو خاص ډول دی، چې له ډېرو غوره غذایې …