کورپاڼه / روغتيا / غټ انګور مو د تشو متیازو ستونزې حلوي

غټ انګور مو د تشو متیازو ستونزې حلوي

ویل کېږي هغه ښځینه او نارینه چې له ۱۸ څخه تر ۴۰ کلنۍ پورې عمر ولري، که چېرته په ورځني ډول انګور وخوري، مخ به یې له داغونو پاک شي، د زړه ناروغي به یې ښه شي، هډوکي به یې ځواکمن شي او په مجموعي روغتیا کې به ښه والي ومومي. دا چې انګور له ډېرې پخوا څخه استعمالېږي او د ډېرو خلکو د خوښې مېوه هم ده، نو راځئ چې ځینې ګټې یې دلته لولو.

۱- که چېرته له ۱۸ کلو څخه عمره هلکان او نجونې یې په لږه اندازه استعمال کړي، په رنګ کې به یې سرخي راپیدا او قد به یې لوړ شي.

۲- که چېرته یې له ۱۸ کلو څخه تر ۴۰ کلنۍ پورې ښځې او نارینه په ورځني ډول استعمال کړي، داغونه به یې ورک او د زړه ناروغي به یې ښه والي ومومي.

۳- هغه ناروغان چې د تریخي په ناروغۍ اخته وي، تر شپږو میاشتو پورې د انګورو استعمال یې ستونزه حل کولی شي.

۴- هغه کسان چې د ګردو او مثانې تېږي لري یاهم د تشو متیازو له ستونزو سره مخ وي، د انګورو استعمال ورته ګټور تمامېږي.

۵- د انګورو خوراک د فلج او د ملا په دردونو کې اغېزمن تمامېږي.

۶- حکیمان وایي چې له اینځرو وروسته انګور هغه مېوه ده، چې د وینې د پوره کېدو لامل ګرځي.

۷- زاړه سړي او زړې ښځې که چېرته په ورځني ډول د سلو ګرامو په شاوخوا کې انګور وخوري، پوستکي یې تازه والی موندلی شي.

راځئ چې د انګورو ځینې نورې ګټې هم ولولو، چې د درملو په توګه استعمالېږي.

هغه کسان چې د تشو متیازو څاڅکي ورځنې ځي، غټ انګور یعنې هغه انګور چې زړي لري، راوا به یې خلئ، زړي به ترې وباسئ او پرځای به یې تور مرچ کېږدئ، بیا به یې تر دوو میاشتو په پرلپسې توګه استعمال کړئ، نو ستونزه به مو حل شي. خو هغه کسان چې د احتلام جریان لرئ، دا طریقه ورته ښه نه شي تمامېدلی، بلکې دوی دې ډاکتر ته مراجعه وکړي او خپله ستونزه دې ورسره شریکه کړي.

دا هم ولولئ

آیا په رښتیا بادرنګ کولی شي چې د سترګو حلقې ختمې کړي؟

ډېر شمېر میرمنې په کورونو کې بادرنګ راخلي، هغه ټوټه-ټوټه کوي او بیا یې پر …