کورپاڼه / هنر او کلتور / بالیووډ په (هیرا منډۍ) فلم جوړوي او عامر خان د خلکو د نېوکو لاندې راغلی

بالیووډ په (هیرا منډۍ) فلم جوړوي او عامر خان د خلکو د نېوکو لاندې راغلی

د بالیووډ ویاړ او ډایریکټر سنجی لیلا بنسالي د پاکستان د پنجاب د ایالت مرکز د لاهور په تېرو شوو حالاتو د هیرا منډۍ په نوم د فلم جوړولو اراده لري. د هندوستاني رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي، چې سنجی لیلا به ذکر شوی فلم وړاندې کړي، خو لارښود به یې پخوانی هدایتکار وبو پوري وي. دغه راز د هیرا منډۍ په نوم به دغه فلم په انلاین بڼه خپور شي. راپورونه زیاتوي چې سنجی لیلا بنسالي اوسمهال په هیرا منډۍ فلم کې د کار کولو لپاره له ایشوریا رای، مادوري ډکشت، ودیا بالان، منیشا کویراله او له پرینیتي چوپړا سره خبرې کوي. ویل کېږي چې د ذکر شوي فلم کیسه په لاهور کې په همدې نوم سره د یوې سیمې تېر یادونه او د هغوی د کاروبار په شاوخوا را څرخېږي.

بله خوا د بالیووډ مشهور هنرمند عامر خان د کرکټ د لوبو پرمهال د ماسک په نه شتون سره د خلکو تر نېوکې لاندې راغلی. په ټولنیزو رسنیو کې د بالیووډ د مشهور هنرمند عامر خان، چې په Mr. Perfectionist سره هم شهرت لري، په یوه ویډیو کې له څو وړو ماشومانو سره د کرکټ د لوبې پرمهال لېدل کېږي، چې ډېره ښه لوبه کوي، خو د ویډیو کتوونکي بیا د عامر خان له لوبې نه دي اغېزمن شوي، بلکې د ماسک د نه شتون په سبب یې تر نېوکو لاندې راوستی دی.

خو دا کار یوازې عامر خان نه دی ترسره کړی، بلکې د کوڅې ماشومانو هم ماسک نه درلود. دغه راز د لوبې په پای کې عامر خان له ماشومانو سره سیلفي عکسونه اخلي، چې ټول یو ځای ته راټولېږي، خو یو یې هم ماسک نه لري. نو ځکه خو د خلکو د نېوکو لاندې هم راغلي، خو ځینو کسانو بیا له عامر خان دفاع کړې او ویلي يې دي، چې د ورزش پرمهال یاهم د لوبو پرمهال لوبغاړو ته د ساه د اخیستلو ډېره اړتیا وي، که چېرته ماسک واچوي نو د ساه اخیستل به ورته ستونزمن تمام شي.

Loading...

دا هم ولولئ

سلمان خان

سلمان خان: د دې عزت او مقام ترلاسه کولو کې ٣٤ کاله لګېدلي

د هندي فلمونو مشهور ستورى سلمان خان وايي، چې دا عزت او مقام يې په …