محمد نبي نن په بیګ باش لیګ کې زبردسته توپوهنه ترسره کړه چې ډېر وروسته يې خپلې لوبډلې ته بریا ورپه برخه کړه او همدا راز د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه يې هم ترلاسه کړه.
د بیګ باش لیګ ۳۳مه لوبه د اډیلیډ سټرایکرز او میلبورن رینیګاډز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې په پیل کې سټرایکرز پچه وګټله او توپوهنه يې غوره کړه.
اډیلیډ سټرایکرز په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو ۱۷۷ منډې وکړې، چې له ډلې یې پیل سالټ ۵۹، الیکس کیري ۴۲ او مټ رینشا ۳۰ منډې وکړې.
راشد خان بیا په صفر وسوځېده.
د میلبورن رینیګاډز له لوري پیټر هیتزګلو ۳ او جېک پریستویج ۲ لوبغاړي وسوځول. نور احمد ۴ اورونو کې ۳۵ او محمد نبي ۱ اور کې ۹ منډې ورکړې، خو ویکټ يې وانخیسته.
د ۱۷۸ منډو هدف د میلبورن رینیګاډز لوبډلې په ۱۹.۵ اورونو کې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او د ۶ ویکټو په توپیر يې بریا خپله کړه. محمد نبي نن په زړه پورې لوبه ترسره او لوبډله يې بریالۍ کړه، هغه د ۲ شپږیزو او ۹ څلوریزو په مټ په ۴۱ توپونو ۷۱ ناسوځېدلې منډې وکړې.
د اډیلیډ سټرایکرز له لوري راشد خان دوه لوبغاړي وسوځول.
د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه محمد نبي ته ورکړل شوه.
د یادولو وړ ده چې دا د میلبورن رینیګاډز ۹مه لوبه وه چې دویمه بریا يې خپله کړه.