کورپاڼه / سياست او روانې چارې / ایا ولسمشر ته د خلیلزاد له اخطاره ډک لیک حقیقت لري؟

ایا ولسمشر ته د خلیلزاد له اخطاره ډک لیک حقیقت لري؟

په ټولنیزو رسنیو کې یو داسې لیک ښکته پورته کېږي، چې ویل کېږي د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ولسمشر محمد اشرف غني ته ليکلی دی.

په لیک کې لیدل کېږي، چې خلیلزار ولسمشر غني ته اخطار ورکړی چې که په رضا وي او که په زور خو له واک به لیرې کېږي او دا يې هم ویلي دي، چې له نوموړي سره د لیدنې نه د انکار د هغه وخت له ضایع کېدو وساته.

خو د دې لیک په اړه ځینو سرچینو رسنیو ته ویلي دي، چې دا لیک حقیقت نه لري.

لیک په لاندې ډول دی:

((ښاغلی ولسمشره!

زه په دې حیران نه شوم، ځکه زه پوهېدلم چې ته به زما له ملاقات څخه ډ ډه کوې، خو خوښ پر دې یم، چې زما وخت ضایع نشو او پر یوه لنډ لیک خپل کار را نغاړم. ستاسو د حکومت په وروستیو ورځوکې د کابل هوا څومره سړه شوې ده داسې لکه د امریکا حکومت، سیاسیونو او افغانانو، چې له تاسو زړه سوړ شوی دی. ډېر زیات وړاندې نه ځم، پخوا مو په دې اړه ډېر بحثونه کړې دي.

ښاغلی ولسمشره!

اوس راځم خپلې اصلي خبرې ته موږ مجبور یوو، د افغانستان د سولې پروسې لپاره، که په زور وي او که په خوښه باید تاسو له دندې لرې کړو اوس له تاسې څخه غوښته کوو، چې په ډېر عزت سره موږ چې څه غواړو هماغه باید تر سره کړئ.))

ځینو سرچینو دا لیک بې بنسټه بللی دی او ويلي يې دي، چې په ټولنیزو رسنیو کې خپور شوی لیک هېڅ حقیقت نه لري.

Loading...

دا هم ولولئ

پاکستانۍ الوتکه

چين هم په پاکستان بندېز لګولى

د چين حکومت د پاکستان د دولتي هوايي شرکت په الوتکو د درې اونيو لپاره …