کورپاڼه / تجارتي ليګونه / د پاکستان سوپر ليګ سياليو مهالوېش اعلان شو
پاکستان سوپر ليګ

د پاکستان سوپر ليګ سياليو مهالوېش اعلان شو

د پاکستان سوپر ليګ (پي ايس ايل) د شپږم پړاو سياليو مهالوېش اعلان شو، چې دا سيالۍ به د راتلونکې فبرورۍ مياشت کې پيل شي.

د پي ايس ايل شپږم پړاو لپاره د ډرافټ سيالۍ د جنورۍ په لسمه نېټه د پاکستان په لاهور ښار کې ترسره کېږي، چې د راشد خان، محمد نبي او مجيب الرحمان په ګډون ورته ٣٥ افغان لوبغاړو هم نومليکنه کړې ده.

د پاکستان سوپر ليګ په ټويټر پاڼه کې د راتلونکي پړاو سياليو مهالوېش اعلان کړى دى.

د دې مهالوېش له مخې، د پي ايس ايل لومړۍ لوبه به د کراچۍ کنګز او کوټه ګليډيټرز لوبډلو ترمنځ د فبرورۍ په ٢٠مه نېټه پيل شي. همدا راز پايلوبه به د مارچ په ٢٢مه نېټه په لاهور کې ترسره شي.

پاکستان سوپر ليګ مهالوېش

د پاکستان سوپر ليګ د ٦م پړاو لومړۍ لوبې په کراچۍ کې ترسره کېږي، چې له هغه وروسته به بيا نورې پاتې ټولې لوبې په لاهور ښار کې ترسره شي.

د يادولو وړ ده چې تېر کال هم يو شمېر افغان لوبغاړو د پاکستان سوپر ليګ ته نومليکنه کړې وه، خو کوم افغان لوبغاړى نه و اخيستل شوى، سږکال بيا ٣٥ افغان لوبغاړو دغه سياليو ته نومليکنه کړې ده، چې د جنورۍ په لسمه نېټه به معلومه شي، چې کوم افغان لوبغاړى پکې اخيستل کېږي او که نه.

دا هم ولولئ

کلکتې، بېنګلور ته ماتې ورکړه او دویم کوالیفای ته یې لار وموندله

سنیل ناراین د کلکتې لوبډلې لپاره د لوبې په دواړو برخو کې غوره لوبه نندارې …