کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / “له مړو سره خبرې” مايکروسافټ حېرانوونکې ټېکنالوژي جوړه کړې
مړى

“له مړو سره خبرې” مايکروسافټ حېرانوونکې ټېکنالوژي جوړه کړې

د مايکروسافټ مسوولين ادعا کوي، چې دوى داسې حېرانوونکې ټېکنالوژي جوړه کړې ده، چې په مرسته به يې خلک له خپلو مړو شويو خپلوانو سره خبرې وکړي.

د مېل انلاين د راپور په وېنا، د مايکروسافټ شرکت د Ghostbot په نوم اپليکېشن جوړ کړى دى، چې د مصنوعي ټېکنالوژۍ په مرسته جوړ شوى دى او دا په د مړو شويو خلکو غږونه، ويډيوګانې او د ټولنيزو رسنيو پوسټونه راغونډوي او په هغې د ځان پوهولو وروسته به له خلکو سره خبرې کوي.

په راپور کې ويل شوي دي، چې دا اپليکېشن د امازون اليګزا او ګوګل نيسټ سره وکارول شي. دا نه يوازې دا چې د خلکو غږونه به تاسې ته راوړي، بلکې د ويډيوګانو او عکسونو په مرسته به د دې 2D يا 3D شکل هم د هغه کس جوړوي، چې مړ شوى وي او تاسې ته به داسې ښکاري، چې هغه سړى په رښتيا مخامخ تاسې سره په سکرين باندې خبرې کوي.

د دې اپليکېشن په مرسته چې تاسې د هر خپل مړ شوي کس سره خبرې کوئ، نو هغه به د هرې خبرې ځواب درکوي.

په راپور کې ويل شوي دي، چې د مايکروسافټ مسوولينو د دې اپليکېشن يا ټېکنالوژۍ د کارولو لپاره د اجازې غوښتنه کړې ده.

Loading...

دا هم ولولئ

سياره

د ځمکې په څېر هغه ډبرینه سیاره، چې له لمر څخه پنځه میلیارده کاله پخوانۍ ده

امریکایي ستورپوهانو له ځمکې څخه ۲۸۰ نوري کاله لېرې یوه داسې سیاره موندلې، چې د …