کورپاڼه / جالب / په دفتر کې له يو ځلې زيات تشناب ته تللو باندې جريمه
تشناب

په دفتر کې له يو ځلې زيات تشناب ته تللو باندې جريمه

په نړۍ کې هر شرکت د خپلو کارمندانو لپاره اصول جوړوي او د شرکت هر کارمند بايد دغه اصول ومني، بلکې دا د دوى د دندې يوه برخه وي.

خو اوس تازه په چين کې يو شرکت د خپلو کارمندانو لپاره داسې اصول جوړ کړي دي، چې که په دفتر کې کوم کارمند له يو ځل نه زيات تشناب ته لاړ، نو هغه به جريمه کېږي.

دغه چينايي شرکت چې اې اېن پي يو اليکټرک ساينس اېنډ ټېکنالوژي نومېږي، د نوو اصلولو اعلان يې کړى دى، چې له مخې به يې کارمندان په دفتر کې يوازې يو ځل تشناب ته ځي، که د دويم ځل لپاره کوم کارمند تشناب ته لاړ، نو ٢٠ يوآن يا ٣ ډالر به جريمه کېږي.

د دغه شرکت دا نوى اصول په ټولنيزو رسنيو کې هم خپور شوى دى او خلکو پرې بېلا بېلې تبصرې کړې دي، همدا راز ځينو کسانو پرې سختې نيوکې هم کړي.

د دې نوي اصول له مخې تراوسه پورې ياد شرکت ٧ کارمندان له دې امله جريمه کړي دي.

دغه شرکت د خپلو نويو اصولو په اړه وايي، چې دا کار يې ځکه وکړ، چې کارمندان يې په کار کې سستي کوي او دوى تشناب ته د سيګريټ څښلو يا د کار نه د ځان بچ کولو لپاره ځي او کارونه په چټکۍ نه ترسره کېږي.

دوى همدا راز وايي، هغه کارمندان چې کارونه په چټکۍ نه کوي، د شرکت څخه تر ويستلو دا ښه لاره ده، ځکه دوى نه شي کولاى چې اوس نور کارمندان پېدا کړي.

Loading...

دا هم ولولئ

پاکستان کې یو شخص چې (۳۹) لمسیان یې لرل؛ پنځم واده یې هم وکړ

د پاکستان په ګوجرانواله سیمه کې د نهه دیرشو کمسیانو څښتن پنځم واده وکړ، که …