کورپاڼه / بېلا بېل / د غور ولایت په سخت یخ کې ورزش، خلکو فاروقي ستایلی

د غور ولایت په سخت یخ کې ورزش، خلکو فاروقي ستایلی

د غور ولایت د یوه ورزشکار عکسونه وروسته له هغه په ټولنیزو رسنیو کې ښکته پورته کېږي، چې په سخت یخ کې ورزش کوي.

د غور اوسېدونکی دا سړی رقیب فاروقي نومېږي او ورزشکار دی.

په عکسونو کې لیدل کېږي چې هغه د غور د هریرود سیند په اوبو کې ورزش کوي، اوبه دومره یخې دي چې شاوخوا واورې هم لیدل کېږي.

خو رقیب فاروقي نه یوازې دلته ورزش کوي، بلکې په همدې اوبو کې لامبي هم.

نوموړی ورزشکار له خلکو هم غواړي چې ورزش دې کوي او په هېڅ حالت کې دې ورزش نه پرېږدي.

په ټولنیزو رسنیو کې د رقیی فاروقي د عکسونو خپرېدو وروسته خلکو هغه ډېر ستایلی دی.

ډېری کسانو خو لیکلي دي چې دوی په دې یخ کې له کوره نه شي راوتلی، داسې ورزش خو لیرې خبره ده.

Loading...

دا هم ولولئ

د خور او ورور اړیکه پر انساني ژوند څومره اغېزې لري؟

د انسان له زېږېدو سره سم ډېرې اړیکې ورسره جوړېږي، چې په دې اړیکو کې …