کورپاڼه / سياست او روانې چارې / حکمتیار: تر څو چې د سولې مشري د غني په لاس وي، نه سوله کې برخه اخلم او نه افغانستان د سولې څښتن کېږي
ګلبدين حکمتيار

حکمتیار: تر څو چې د سولې مشري د غني په لاس وي، نه سوله کې برخه اخلم او نه افغانستان د سولې څښتن کېږي

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار په سوله کې له ګډون انکار کړی دی او ویلي يې دي، چې د سولې مشري چې تر څو د ولسمشر غني سره وي، افغانستان به د سولې څښتن نه شي.

ژوندون ټلویزیون په يو راپور کې وایي، چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار او د جمعیت اسلامي مشر صلاح الدین رباني نه غوښتنه کړې وه چې د سولې په پروسه کې دې برخه واخلي.

ژوندون د ځینو سرچینو له قوله لیکي، چې د دواړو ګوندونو مشرانو زلمي خلیلزاد ته په ځواب کې ویلي، تر هغې چې د سولې مشري د ولسمشر غني په لاس کې وي، نه به موږ به سوله کې برخه واخلو او نه به افغانستان د سولې څښتن شي.

د یادولو وړ ده چې له تېرېړرځې راهیسې داسې اوازې هم خپرېږي، چې ولسمشر غني د زلمي خلیلزاد سره د لیدنې نه انکار کړی دی، خو په رسمي ډول دا خبر تراوسه پورې تایید یا رد شوی نه دی.

د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د دویم پړاو بېن الفغاني خبرې یو ځل بیا د قطر په دوحه کې پیلېږي.

دا هم ولولئ

ایلون مسک

((له نړۍ څخه د لوږې ختمولو لپاره ۶ میلیارده ډالر ورکوم، خو ثبوت؟))

د نړۍ یو شتمن کس ایلون مسک په خپل ټویټر په یو پېغام کې ویلي …