کورپاڼه / د لوبو راپورونه / هند د اسټراليا د ٣٣٨ منډو په ځواب کې ٢٤٤ منډې وکړې
هند لوبغاړى

هند د اسټراليا د ٣٣٨ منډو په ځواب کې ٢٤٤ منډې وکړې

د دريمې ټېسټ لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې د هند توپوهونکي ونه توانېدل چې د اسټراليا د لومړۍ پاڼۍ منډې پوره کړي او تر اسټراليا يې ٩٤ منډې کمې وکړې.

هند په لومړۍ پاڼۍ کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ٢٤٤ منډې وکړې، چې له ډلې يې شوبمن ګيل او چيتيشور پجارا ٥٠-٥٠، ريشب پانټ ٣٦ او روهيت شرما ٢٦ منډې وکړې.

د اسټراليا له لوري پاټ کومنز ٤، جوش هازلووډ ٢ او مچل سټارک ١ ويکټ واخيسته.

تر دې مخکې اسټراليا د سټيو سميت د ١٣١ او مارنوس لابوشين د ٩١ منډو په مټ په لومړۍ پاڼۍ کې ٣٣٨ منډې ترلاسه کړې وې.

په لومړۍ پاڼۍ کې اسټراليا تر هند ٩٤ منډې مخکې ده، چې دويمه پاڼۍ يې هم پيل کړې ده.

اسټراليا په دويمه پاڼۍ کې د ٢ لوبغاړو په سوځېدو تراوسه پورې ٥٧ منډې ترلاسه کړې دي. ډيويډ وارنر په ١٣ او ويل پوکووسکي په ١٠ منډو سوځېدلي دي.

Loading...

دا هم ولولئ

قېس احمد

قېس احمد: خوشحاله يم چې د پاکستان سوپر ليګ کې اخيستل شوى يم

د افغانستان ملي لوبډلې ورو توپ اچونکى قېس احمد وايي، چې خوشحاله دى چې د …