کورپاڼه / خبرونه / محمد نبي د ملي لوبډلې سره يو ځاى کېدو لپاره له اسټراليا راروان شو
محمد نبي

محمد نبي د ملي لوبډلې سره يو ځاى کېدو لپاره له اسټراليا راروان شو

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې تجربه کاره الراونډر لوبغاړى په متحده عربي اماراتو کې د ملي لوبډلې سره يو ځاى کېدو لپاره ورروان شوى دى.

محمد نبي چې په اسټراليا کې د بيګ باش تجارتي ليګ کې لوبېده، تېره ورځ يې د ميلبورن رينيګاډز لپاره خپله وروستۍ لوبه ترسره کړه چې ٧١ ناسوځېدلې منډې يې وکړې او خپلې لوبډلې ته يې دويمه بريا ورپه برخه کړه.

نوموړي په پرونۍ لوبه کې د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه هم ترلاسه کړه.

تازه محمد نبي په خپله رسمي فېسبوکپاڼه کې دوه عکسونه خپاره کړي دي، چې يو يې خپل سيلفي عکس دى او بل يې د پاسپورټ او ټکټ عکس خپور کړى دى.

د ټکټ په عکس کې ليدل کېږي، چې نوموړى نن (د جنورۍ په ٩مه نېټه) له ميلبورن څخه ابوظهبي ته ځي. هغه يو ساعت مخکې دا عکسونه خپاره کړي دي.

On the way to national 🇦🇫duty#abudhabi AFG vs Irlend

Posted by Mohammad Nabi on Friday, January 8, 2021

محمد نبي له دې عکسونو سره ليکلي دي، چې د ملي دندې لپاره ابوظهبي ته روان يم.

د يادولو وړ ده چې د محمد نبي تر څنګ راشد خان او مجيب الرحمان هم د ايرلېنډ پر وړاندې سياليو ته غوره شوي دي، خو لا معلومه نه ده چې هغوى به کله متحده عربي اماراتو ته لاړ شي.

د افغانستان او ايرلېنډ ترمنځ د ٣ نړيوالو يو ورځنيو لوبو لړۍ د جنورۍ په ٢١مه نېټه پيلېږي.

Loading...

دا هم ولولئ

د افغانستان کرکټ بورډ لوګو

افغانستان کرکټ بورډ خپله لوګو (نښه) بدله کړه

د افغانستان کرکټ بورډ شاوخوا دوه لسيزې وروسته په خپله لوګو يا نښه کې تغيير …