د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ ورو توپ اچونکى راشد خان چې اوسمهال په اسټراليا کې دى، خلکو ته يې د خپلې مسکا ورکولو خبره کړې ده.
راشد خان په بيګ باش ليګ کې د ايډيليډ سټرايکرز لوبډلې لپاره لوبېږي، خو نوموړى د دې تر څنګ په ټولنيزو رسنيو کې، په ځانګړې توګه په انسټاګرام کې هم ډېر فعال دى.
راشد خان تازه په انسټاګرام کې ځينې عکسونه خپاره کړي دي، چې هغه پکې مسکى ليدل کېږي.
له دې عکسونو سره نوموړي ليکلي دي، که چېرته تاسې مسکا نه لرئ، نه زه به تاسې ته خپله مسکا درکړم.
View this post on Instagram
راشد خان چې په انسټاګرام کې ډېر مينه وال لري، دا عکس يې په ٣ ساعتونو کې له ٥٨ زرو څخه زياتو کسانو خوښ کړى دى او سلګونه کسانو پرې تبصرې هم کړې دي.
د يادولو وړ ده چې راشد خان د ايرلېنډ پر وړاندې سياليو ته هم غوره شوى دى، چې ملي لوبډله اوسمهال په متحده عربي اماراتو کې ده او راشد خان به له اسټراليا څخه متحده عربي اماراتو ته ورځي، خو په دې اړه لا دقيق معلومات نشته، چې هغه به کله متحده عربي اماراتو ته لاړ شي.
بلخوا تجربه کاره لوبغاړى محمد نبي بيا نن له اسټراليا څخه متحده عربي اماراتو ته روان شوى دى تر څو له ملي لوبډلې سره يو ځاى شي.