کورپاڼه / هنر او کلتور / د بالي ووډ مشهورې ممثلې مخکې څه ډول ښکاره کېدې؟
انوشکا شرما، ساره علي خان او ديشا پټاني

د بالي ووډ مشهورې ممثلې مخکې څه ډول ښکاره کېدې؟

نن تاسې ته د بالي ووډ يا هندي سينما د مشهورو ممثلو پخواني عکسونه ښايو، ښايي تاسې يې هم په اسانۍ سره ونه پېژنئ. په دې ليسټ کې د ديشا پټاني، انوشکا شرما او ساره علي خان عکسونه لاندې وګورئ.

ديشا پټاني

ديشا پټاني

د هندي فلمونو (اېم اېس دهوني)، (ملنګ) او (باغي ٢) فلمونو ممثله ديشا پټاني پخوا دومره بدله ښکاره کېده، ښايي تاسې يقين هم نه وي کړى، خو هغې په دې وخت کې ځان کې ډېر تغير راوستى دى چې اوس يې پخواني عکسونه په اسانۍ سره نه پېژندل کېږي.

ساره علي خان

ساره علي خان

د هندي سينما د مشهور هنرمند سېف علي خان لور ساره علي خان چې د (کيدارنات)، (سمبا)، (لو اج کل) او (کولي نمبر ١) په څېر فلمونو کې يې کار کړى دى، فلمي نړۍ ته له راتګ مخکې ډېره چاغه وه، خو هغې بيا د وزن کمولو لپاره ډېره خواري وکړه او خپل ډېر وزن يې کم کړ.

انوشکا شرما

انوشکا شرما

مشهورې ممثلې او د ويراټ کوهلي مېرمن انوشکا شرما چې د (رب نى بنادي جوړي) فلم څخه ډېره مشهوره شوه، په پيل کې يې موډلنګ شروع کړى و، چې اوس پکې ډېر تغير راغلى دى.

Loading...

دا هم ولولئ

امیتاب بچن ناروغ دی؛ عملیات به یې ترسره شي

د بالیووډ مشهور اداکار یا هنرمند امیتاب بچن چې په بیګ بایي یا مشر ورور …