د برښنا شرکت مسوولين وايي، چې د ازبکستان هېواد له لوري افغانستان ته ٣٠٠ ميګاواټه برېښنا ورکول کېده، چې دا برېښنا اوس ١٥٠ ميګاواټو ته راښکته کړاى شوې ده.
د هېواد په پلازمېنه کابل کې د برېښنا درک نه لګېږي او په توره تياره کې ډوب دى، هرې سيمې ته په ډېره لږه کچه برېښنا ورپرېښودل کېږي، چې نه يوازې د خلکو په کارونو يې اغېز کړى دى، بلکې په ټول ژوند يې اغېز کړى.
خو د برښنا شرکت بيا د برېښنا د کمېدو خبره کوي او نه يوازې دا چې ازبکستان ١٥٠ ميګاواټه برېښنا راکمه کړې ده، بلکې وايي چې تاجکستان هم د ٩٠ ميګاواټو پر ځاى ٦٠ ميګاواټو ته برېښنا راښکته کړې ده.
دوى وايي، چې اوسمهال پلازمېنې کابل ته ٦٥ ميګاواټه وارداتي برېښنا او ١٠٥ ميګاواټه د کورنيو سرچينو توليدي برېښنا ورکول کېږي.
خو د کابل اوسېدونکي بيا د برېښنا له نه شتون څخه سر ټکوي او وايي، چې په ٢٤ ساعتونو کې ډېره کمه برېښنا دوى ته ورکول کېږي او ان ځينو ساحو کې خو يوازې د څو ساعتونو لپاره برېښنا ليدل کېږي او نور ټول کابل په تپه تياره کې پروت دى.