کورپاڼه / خبرونه / د افغانستان او ايرلېنډ سيالۍ د ملي سپورټ ټلويزيون خپروي
افغانستان او ايرلېنډ (2)

د افغانستان او ايرلېنډ سيالۍ د ملي سپورټ ټلويزيون خپروي

د افغانستان او ايرلېنډ ترمنځ د ٣ نړيوالو يو ورځنيو لوبو د خپرولو حقوق په افغانستان کې ملي سپورټ ټلويزيون ترلاسه کړي دي.

ملي سپورټ په يو خبر کې ويلي دي، چې ((ملي سپورټ ټلويزيون د افغانستان او ايرلېنډ ترمنځ د دريو يو ورځنيو لوبو د خپراوي حقوق ترلاسه کړل.))

د افغانستان او ايرلېنډ لوبډلې اوسمهال په متحده عربي اماراتو کې دي، چې ايرلېنډ اوسمهال د متحده عربي اماراتو سره لوبې ترسره کوي او له هغه وروسته به د افغانستان سره لوبې پيل کړي.

دا سيالۍ د روانې جنورۍ مياشتې په ٢١مه نېټه پيلېږي، چې افغانستان يې کوربه توب کوي.

افغانستان د ايرلېنډ پر وړاندې سياليو ته اصغر افغان (لوبډلمشر)، رحمت شاه، نوين الحق، حشمت الله شهيدي، يمين احمدزى، عثمان غني، عظمت الله عمرزى، رحمان الله ګربز (ويکټ ساتونکى)، سيد احمد شېرزاد، نجيب الله ځدراڼ، جاوېد احمدي، راشد خان (مرستيال لوبډلمشر)، محمد نبي، ګلبدين نايب، مجيب الرحمان او شرف الدين اشرف اخيستي دي.

محمد نبي چې په اسټراليا کې و او هلته د بيګ باش سياليو لپاره لوبېده، نن له اسټراليا څخه د متحده عربي اماراتو پر لور روان شوى دى، خو د راشد خان او مجيب الرحمان په اړه لا معلومات نشته، چې دوى به کله د اسټراليا څخه متحده عربي اماراتو ته لاړ شي.

Loading...

دا هم ولولئ

رحمان الله ګربز

اى سي سي رحمان الله ګربز ته په پښتو کې مبارکي ورکړه

د رحمان الله ګربز د زبردستې توپوهنې وروسته د کرکټ نړيوالې شورا (اى سي سي) …