کورپاڼه / بېلا بېل / ٦٢ کلنه ښځه چې د شيدو پلورلو په کاروبار کې ميليونره شوه
ښځه او مېښه

٦٢ کلنه ښځه چې د شيدو پلورلو په کاروبار کې ميليونره شوه

په هند کې يوې ٦٢ کلنې ښځې د شيدو کاروبار پيل کړ او په ډېر لږ وخت کې ميليونره شوه.

د ټايمز اف انډيا د راپور په وېنا، دا ښځه چې ٦٢ کاله عمر لري نيوالبن دالسينګ بهايي چودري نومېږي، چې د ګجرات د بناسکنت په ولسوالۍ کې ژوند کوي.

درې کاله مخکې نوموړې مېښې واخيستې او د شيدو پلورلو کاروبار يې پيل کړ. په ٢٠١٩ کال کې هغې ٨.٧ ميليونه او ٩٥ زره هندي روپۍ وګټلې.

په ٢٠٢٠ کال کې بيا د دې ښځې کاروبار لا پسې زيات شو او ١١ ميليونه هندي روپۍ يې د شيدو پلورلو په کاروبار کې وګټلې. يعنې په يوه مياشت کې نوموړې ٣٥٠ زره روپۍ ګټلي دي.

په راپور کې ويل شوي دي، چې د نيوالبن سره ٨٠ مېښې او ٤٥ غواوې دي، چې شيده يې شاوخوا نږدې کليو کې پلورل کېږي.

نيوالبن له رسنيو سره په خبرو کې ويلي دي، چې څلور زامن لرم او ټول په ښار کې کارونه کوي، خو زه په کلي کې د دوى څخه زياتې پېسې ګټم.

دا ښځه وايي، چې ما د شيدو پلورلو دا کاروبار په يوازې ځان پيل کړ او اوس زما سره ١٥ کسان کار کوي، چې مياشتينى معاش ورته ورکوم.

دا هم ولولئ

هغه پنځه چارې چې زموږ په ټولنه کې شته، خو منفي اغېزې لري

زموږ په ټولنه کې ډېر روایتونه موجود دي، په کورونو کې عموماً لویان پر کشرانو …