د اسټراليا کرکټ ملي لوبډلې مخکښ توپوهونکي سټيو سميت په ټېسټ لوبو کې ٢٧ سليزې په کمو لوبو کې ووهلې، چې په دې سره يې د هند پخواني مشهور کرکټر سچن ټنډولکر او اوس د هند لوبډلې کپتان او مخکښ توپوهونکي ويراټ کوهلي ريکارډ مات کړ او تر هغوى مخکې شو.
سټيو سميت بيا د اسټراليايي پخواني لوبغاړي سر ډان بريډمين وروسته دويم اسټراليايي توپوهونکى شو چې په کمو لوبو کې يې ٢٧ سليزې ووهلې.
نوموړي د هند سره په روانه ټېسټ لوبه کې سليزه ووهله. دا د نوموړي ١٣٦مه لوبه وه چې په لومړۍ پاڼۍ کې يې ٢٧مه سليزه ووهله. همدا راز سچن ټنډولکر او ويراټ کوهلي بيا په ١٤١ ټېسټ لوبو کې ٢٧ سليزې وهلې دي.
د يادولو وړ ده چې د اسټراليا سر ډان بريډمېن په ٧٠ لوبو کې ٢٧ سليزې وهلې وې، چې دا ريکارډ تراوسه پورې د هغه په نوم دى او هېڅوک يې ماتېدو ته نه دي ورنږدې شوي.
د يادولو وړ ده چې د هند او اسټراليا ترمنځ دريمه ټېسټ لوبه په سډني کې روانه ده، چې اسټراليا پکې مخکې ښکاري. د دې لړۍ لومړۍ ټېسټ لوبه اسټراليا او دويمه بيا هند ګټلې ده.