کورپاڼه / روغتيا / د ناشتې پرمهال د تورې دانې (سیاه دانی) د استعمال حیرانوونکې ګټې

د ناشتې پرمهال د تورې دانې (سیاه دانی) د استعمال حیرانوونکې ګټې

ویل کېږي چې له پېړو راهیسې توره دانه یا سیاه دانه د مختلفو ناروغیو څخه د ژغورلو لپاره د کورنۍ درملو په ډول سره استعمالېږي. دا چې تور دانه یوه ډېره قوي غذا ده، نو په همدې موخه د درملو په توګه هم استعمالېږي، چې د استعمال په نتیجه کې له بدن څخه هر ډول زهرجن مواد او میکروبونه خارجوي. دغه راز که چېرته د ناشتې پرمهال وکارول شي، د میتابولیزم عملیه ښه کوي، همیشنی قبض له منځه وړي او د بدن د انرژۍ او قوت سبب ګرځي. بله خوا ویل کېږي چې د هر ډول میکروب، د وبایي نزلې، زکام، ټوخي، سینه بغل او د سینې د ټولو ناروغیو په مخنیوي کې مرستندویه تمامېږي.

له تورې دانې یا سیاه دانې څخه به څنګه ګټه اخلو؟

د تورې دانې یا سیاه دانې د استعمال یوه طریقه داده، چې پخپلو خوراکي توکو کې یې واچوئ، د مثال په توګه په مستو او د لېمو په اوبو کې یې ګډ کړئ او و یې څښئ. دغه راز د ناشتې یاهم د شپژ پرمهال یې پخپلو خوړو کې واچوئ او ګټه ترې واخلئ.

ویل کېږي چې توره دانه یا سیاه دانه د میکروبونو د له منځه وړلو او د رسولۍ څخه د ژغورلو ځانګړتیاووې لري، چې په منځني ختیځ کې له تېرو دوه زره کالو څخه استعمالېږي او د عربو اوسېدونکي یې بیا د درملو په بڼه هم استعمالوي، چې په مختلفو ناروغیو لکه زېړی، د پوستکي ناروغۍ، د هضم ستونزې، ساه لنډي، د هډوکو کمزوري او د تبې په درملنه کې ګټوره تمامېږي.

دغه راز د تور دانې یا سیاه دانې تېل بیا له تورې دانې څخه ډېر اغېزمن وي، خو پخپله توره دانه په بدن کې د روغتیایي کلیسټرولو سطحه لوړوي.

که چېرته مو د غاښونو ژامې کار پرېږدي یا ترې وینه بهېږي یا مو غاښونه کمزوري وي، نو په داسې حالاتو کې ډاکتر ته مراجعه کول اړین وي، خو که غواړئ چې کورنۍ درملنه یې وکړئ، نو په مستو کې لږه اندازه توره دانه واچو او دوه ځلې یې په ورځ کې په ژامو ووهئ، ژامي به مو قوت ومومي.

Loading...

دا هم ولولئ

د ویټامین اي په استعمال سره روغتیا او ښکلا ښه والی مومي

د انسان د روغتیا د ښه والي لپاره ویټامینونه او منرالونه ډېر مهم رول لوبوي، …