روغتیایي کارپوهان وایي چې زموږ روغتیا د هوا د ککړتیا او د نامناسب خوراک او څښاک په سبب خرابېږي، نو که چېرته په داسې حالاتو کې هر سهار وختي کورکمن په ګرمو اوبو کې واچوو او و یې څښو؛ څو ورځو کې به ښه او تازه یو او له خطرناکو ناروغیو به په امان یو.
د سوخت مخنیوی کوي:
ویل کېږي چې زموږ بدن په ځانګړي توګه معده د تېزابي خوړو په سبب سوځي، چې د ذکر شوې ستونزې لپاره د کورکمنو اوبه ګټورې تمامېږي.
دماغو ته ځواک ورکوي:
ویل کېږي چې د ځینو ناروغیو په سبب زموږ د دماغو Brain-Derived Neurotrophic Factor سطحه ټیټېږي، چې بیا د کورکمنو اوبه ذکر شوې ستونزه حلوي.
د سرطان مخنیوی کوي:
ویل کېږي چې د کورکمنو په جوړښت کې د Curcumin په نوم ماده د بدن انټي اکساید ډېروي، چې بیا د سرطاني ناروغیو په وړاندې مقابله کوي.
د هضم سیستم ښه کوي:
روغتیایي کارپوهان وایي چې د کورکمنو د استعمال په سبب زموږ ځیګر او تریخی فعالیتونه تېزوي، چې په نتیجه کې د هضم په مرحله کې هم ښه والی رامنځته کوي.
د زړه د قوت لپاره:
د کورکمنو د Curcumin په سبب وینه نرۍ کېږي او د زړه د قوت سبب ګرځي. په ۲۰۱۱ کال د یوې څېړنې له مخې ثابته شوې، چې په وینه کې Curcumin شتون د زړه د ځواکمنېدو لامل کېږي.
د پوستکي د ښکلا لپاره:
کورکمن د پوستکي د ښکلا لپاره له ډېر پخوا څخه استعمالېږي. ویل کېږي چې په وینه کې Curcumin شتون د زړښت اغېزې ختموي او د تازه والي احساس ورکوي.
د شکر په وړاندې مقابله کوي:
د یوې څېړنې له مخې ویل کېږي، چې د کورکمنو په استعمال سره د شکر د ناروغۍ مخنیوی کېدلی شي.
د معدې لپاره ګټور وي:
ویل کېږي چې د کورکمنو په استعمال د هضم په سیستم کې ښه والي راځي او د معدې اړوند ستونزې حلوي.