د کورکمنو سره د لېمو اوبه یو له هغه ډېرو روغتیایي څښاکو څخه ګڼل کېږي، چې د روغتیا لپاره ګټور تمامېږي او ذکر شوی طریقه د کورکمنو او لېمو د ګټو د ترلاسه کولو یوه غوره طریقه ده. د بولډ سکایي د ویب سایټ د راپور له مخې ویل کېږي چې ادرک له پېړیو څخه د مسالې په توګه استعمالېږي، چې د کورکمنو کرکومین د بېلابېلو ستونزو لکه د اشتها ستونزې، د شکر زخم، د ځیګر ناروغي او د سوخت او میکروبونو پر وړاندې اغېزمن تمامېږي. بله خوا د لېمو اوبه د مختلفو ناروغیو په وړاندې مقابله کوي او د وزن په کمولو کې مرستندویه تمامېږي. راځئ چې نن ورځ د کورکمنو او لېمو د شربت ګټې ولولو.
د هېرولو د ناروغۍ په وړاندې مقابله کوي:
ویل کېږي چې کرکومین او سایټرک اسید کې ځواکمن انټي اکساید وي، چې د سوخت او ناروغۍ په وړاندې مقابله کوي. دغه راز د لېمو اوبه د داسې ځانګړتیاوو لرونکې دي، چې سوخت ختموي او د هېرولو د ناروغۍ خطر کموي.
ژور خپګان له منځه وړي:
ویل کېږي چې د کورکمن او لېمو شربت دماغو ته ګټور وي او د خپګان نښې لکه فشار، ستړیا، دلچسپي نه درلودل، د لوږې کمښت، د خوب ستونزې، غوسه او ځان وژنه کموي.
د سرطان خطر کموي:
د یوې څېړنې له مخې ویل کېږي چې کرکومین خطرناکې حجرې له منځه وړي او په همدې ډول د سرطان خطر کموي.
د ځیګر ساتنه کوي:
د یوې څېړنې له مخې ویل کېږي، چې سایټرک اسید ځیګر له ضرر څخه خوندي ساتي او په فعالیتونو کې یې ښه والي رامنځته کوي.
دفاعي سیستم ځواکمنوي:
د یوې څېړنې له مخې ویل کېږي چې د لېمو او کورکمن انټي اکساید د لیمفوسایټ او میکروفیج په فعالیتونو اغېزې پرېباسي. ویل کې چې لیمفوسایټ د وینې یو ډول سپین کرویات دي چې د میکروب په وړاندې درېږي او میکروفیج یې بیا له منځه وړي.
زخم ښه کوي:
ویل کېږي چې ویټامین سي او کرکومین دواړه د زخم په ښه کولو کې مرستندویه تمامېږي.
وزن کموي:
کرکومین د میتابولیزم عملیه ښه کوي او د لوږې احساس له منځه وړي او په همدې ډول د وزن په کمولو کې مرستندویه تمامېږي.
د کورکمن او لېمو جوس څه ډول تیار کړو؟
دوه لېمو، څلور پیالې اوبه، کورکمن یوه کاچوغه، شات لږه اندازه او وړه ټوټه ادرک او د نعناع پاڼې به راوخلئ، سره به یې ګډ کړئ او له شربت څخه یې ګټه ترلاسه کړئ.