کورپاڼه / روغتيا / د انسان پر روغتیا د شاتو ناوړه اغېزې کومې دي؟

د انسان پر روغتیا د شاتو ناوړه اغېزې کومې دي؟

شات په عموم کې د بورې روغتیایې بدیل ګڼل کېږي، خو لکه څنګه چې موږ ټول په دې پوهېږو چې شات خواږه وي، چې بیا ډېر استعمال یې زموږ په روغتیا ناوړه اغېزې پرېباسي. د شاتو د جوړښت په اړه ویل کېږي، چې شات له اوبو، فروټکوز او ګلوکوزو څخه جوړېږي او په ډېره اندازه انزایم، ویټامین بي، امینو اسید، معدني مواد، انټي اکساید او ویټامین سي لري، چې بیا ډېرې روغتیایې ګټې هم لرلی شي، خو نن ورځ یې په ګټو خبرې نه کوو، بلکې پر روغتیا یې د ناوړه اغېزو په باب دا لېکنه لولو.

د وینې د لوړ شکر د لوړېدو سبب ګرځي:

دا چې شات د بورې یو روغتیایي بدیل دی، خو ددې مطلب دا نه دی، چې شات دې له خوږوالي څخه خالي وي، نو ویلی شو چې د شاتو استعمال د وینې شکر ډېروي او هغه کسان چې د شکر په ناروغۍ اخته وي، د شاتو له استعمال څخه دمخه دې له ډاکتر سره مشوره وکړي.

وزن ډېروي:

ویل کېږي چې د شاتو په جوړښت کې موجود خوږلت د وزن د ډېرېدو سبب کېږي او ډېر استعمال یې د کالورۍ د ډېرېدو لامل هم ګرځي.

د وینې د شکر لپاره:

ویل کېږي چې د شاتو په جوړښت کې موجود انټي اکساید د وینې د فشار په کمولو کې مرستندویه تمامېږي، خو د شاتو ډېر استعمال د هایپوټینشن خطر ډېرولی شي.

د غاښونو لپاره زیانمن وي:

د شاتو ډېر استعمال ددې مانا لري، چې موږ ډېره بوره استعمالوو او موږ ټول په دې پوهېږو چې د بورې ډېر استعمال د خولې لپاره ښه نه وي، چې ډېر زیات استعمال د غاښونو د خرابېدو سبب ګرځېدلی شي.

د خېټې درد:

هغه کسان چې له شاتو سره حساسیت لري، په هغوی کې ددې ډېر امکان وي، چې د شاتو استعمال یې د خېټې د درد لامل وګرځي.

په یوه ورځ کې باید څومره شات وخوړل شي؟

  • لومړنۍ اړینه او ضروري خبره دا چې موږ باید پخپلو خوراکي توکو خواږه شیان کم کړو، په ځانګړي توګه هغه وخت کله چې خپل وزن کموو.

  • هره ورځ باید له یوې یا دوو کاچوغو څخه ډېر شات ونه کارول شي.

Loading...

دا هم ولولئ

شین ګلپي یا برکولي څه شی دی؟

شین ګلپي یا برکولي د ګلپي یو خاص ډول دی، چې له ډېرو غوره غذایې …