کورپاڼه / بېلا بېل / پخواني ټلويزيون ١٨ مياشتې د يوې سيمې انټرنېټ خراب کړى و
پخوانى ټلويزيون او واى فاى

پخواني ټلويزيون ١٨ مياشتې د يوې سيمې انټرنېټ خراب کړى و

په يوه سيمه کې له ١٨ مياشتو راهيسې انټرنېټ د يو نامعلوم لامل له امله خراب و، چې د ډېرو پلټنو وروسته معلومه شوه، د انټرنېټ د خرابۍ لامل يو زوړ او پخوانى ټلويزيون و.

د برېتانيې د جزيرې ويلز په يوه سيمه (ايبرهوسن) کې به انټرنېټ هر سهار ٧ بجې خرابېده او کار به يې نه کاوه، چې دا به د څو ساعتونو لپاره همداسې خراب و، خو هېڅ لامل يې نه معلومېده.

د دغه سيمې خلکو به هره ورځ د انټرنېټ شرکت ته شکايتونه کول او کله چې به دوى يادې سيمې ته راورسېدل، نو انټرنېټ به بېرته فعال شوى و.

په دې اړه څو مياشتې پلټنې وشوې، خو د شرکت له لوري هېڅ مشکل نه و، د احتياط لپاره شرکت د ټولې سيمې هر يو تار هم بدل کړ، خو ستونزه حل نه شوه.

خو د يو نيم کال يا ١٨ مياشتو وروسته د شرکت مسوولينو پرېکړه وکړه، چې خپل تر ټولو هوښيار کسان دغه سيمې ته ولېږي.

کله چې دغه ټيم د يادې سيمې نه ليدنه وکړه او هر څه يې له نږدې وکتل، نو هېڅ ستونزه يې معلومه نه کړه. خو د دې ټيم مشر مايکل جونس ته شک پېدا شو، چې سهار اوه بجې ځينې داسې سګنلونه راځي، چې د انټرنېټ د بندېدو سبب کېږي.

د داسې يوې برقي الې سګنالونه خورېږي، چې هغه د انټرنېټ فريکوينسي سره مشکل پېدا کوي او بيا د هغې له امله انټرنېټ قطع کېږي.

دوى هغه الې راوغوښتې، چې د (شاين) سګنالونو معلومات وکړي، چې دا سهار ٧ بجې له کومه راځي.

کله چې دوى سهار اووه بجې د دې سګنالونو په لټه کې الې وګرځولې، نو يو داسې کور ته ننوتل، چې هلته يو زوړ او پخوانى ټلويزيون و، چې د شاين دا سګنالونه ترې راتلل او انټرنېټ يې قطع کاوه.

دوى ته وروسته دا هم معلومه شوه، چې دا ټلويزيون د دې کورنۍ يو کس ١٨ مياشتې مخکې بيا له سره جوړ کړى و او د هغې کارول يې پيل کړي و.

دغه سړي به هر سهار ٧ بجې د بي بي سي يوه خپرونه (هومز انډر دي هيمر) کتله او د همدې لپاره به يې ټلويزيون چالانوه، کله چې به دا خپرونه ختمه شوه، نو له هغه وروسته به يې ټلويزيون بند کړ.

دې کورنۍ ته په خپله هم دا معلومات نه و، چې د انټرنېټ د خرابېدو مشکل د دوى د ټلويزيون له امله دى، خو کله چې دوى خبر شو، نو دوى بخښنه وغوښته او ژمنه يې وکړه، چې له دې وروسته به دا ټلويزيون نه چالانوي.

دا هم ولولئ

هغه ماشومان چې شوخ طبیعت لري هغوی ډېر ځیرک او هوښیار وي

په ماشومانو کې د ټوکو ټکالو حس یا شوخ طبیعت د هغوی د لوړ ذهانت …