کورپاڼه / بېلا بېل / امريکايۍ ښځې ولې ١٠٠ ورځې تور کالي اغوستي؟
امريکايۍ ښځه

امريکايۍ ښځې ولې ١٠٠ ورځې تور کالي اغوستي؟

د امريکا يوې ښځې يو چېلنج قبول کړ او تر ١٠٠ ورځو پورې يې تور کالي اغوستي و.

د برېتانوۍ ورځپاڼې (دي مرر) د راپور په وېنا، ساره روبن د (١٠٠ ډى ډريس چيلنج) يا د ١٠٠ ورځو کاليو چېلنج کې د تېر کال په سپتمبر مياشت کې برخه اخيستې وه او ٣ مياشتې يې پرلپسې تور کالي اغوستي و، چې مقصد يې د فېشن پر ځاى ساده کاليو ته د خلکو پام وراړول و.

ساره روبن د انسټاګرام په يو پوسټ کې ليکي، چې ١٠٠ ورځې يو جوړه کالي اغوستلو سره مې دا درس ترلاسه کړ، چې موږ کاليو ته ډېره زياته اړتيا نه لرو.

 

View this post on Instagram

 

A post shared by SRC (@thisdressagain)


نوموړې وايي، چې د ١٩مې پېړۍ په يو پخواني کور کې رالويه شوې ده او هغه مهال يې دا فکر نه و کړى چې يو وخت به کالي دومره ګران شي.

هغه وايي، د دې کار هدفونه درې و، ساده ژوند وکړئ، په احتياط مصارف وکړئ او ښه کارونه وکړئ.

دا چېلنج د امريکا د کاليو يو مشهور شرکت پيل کړى و او دوى وايي، چې دا چلېنج يوازې ساره نه و ترسره کړى، بلکې پنځوس ښځو په دې کې برخه اخيستې وه، خو دوى دا هم وايي، چې په دې کې يوازې ١٣ ښځې داسې وې، چې د دوى چېلنج يې پوره کړ او د ١٠٠ ورځو لپاره يې هغه کالي واغوستل، چې د دوى له لوري ورکړل شوي و.

دا هم ولولئ

هغه ماشومان چې شوخ طبیعت لري هغوی ډېر ځیرک او هوښیار وي

په ماشومانو کې د ټوکو ټکالو حس یا شوخ طبیعت د هغوی د لوړ ذهانت …