کورپاڼه / هنر او کلتور / پاکستانۍ اداکاره: له واده پرته د ښځو يوازې ژوند تېرول غلط کار نه دى
نوين وقار

پاکستانۍ اداکاره: له واده پرته د ښځو يوازې ژوند تېرول غلط کار نه دى

مشهوره پاکستانۍ ممثله نوين وقار وايي، چې هغه فکر کوي د ښځو له واده پرته يوازې ژوند تېرول غلط کار نه دى او که کومه ښځه واده نه کوي، نو خپله خوښه يې ده.

له يوې انلاين رسنۍ سره په خپله مرکه کې نوين وقار وويل، چې د ښځې لپاره تر هر څه مهم د هغې خپلواکي ده، چې د خپلو خوبونو سره يو ځاى ژوند وکړي او خپل ټول ارمانونه پوره کړي، نو زه فکر کوم چې دا لازمه نه ده چې ښځه دې واده وکړي، بلکې يوازې ژوند کول هم د هغې لپاره ښه دي.

نوين وقار

نوين وقار د واده د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل، هر کله چې په کوم پروګرام کې له چا سره ووينم، نو رانه پوښتنه کوي، چې ته به واده کله کوې؟ زه فکر کوم چې له مانه ولې بيا بيا همدا پوښتنه کېږي، د دې يوازينى لامل دا دى چې زه ښځه يم، دلته ډېر نارينه هم دي چې ودونه يې کړي دي خو له هغوى نه ولې دا پوښتنه نه کېږي.

نوين وقار وايي، زه ښځو ته همدا مشوره ورکوم چې د يو غلط انسان سره تر واده کولو دا بهتره ده چې هېڅ کله هم واده ونه کړئ او يوازې خوشحاله ژوند وکړئ. که ستاسې په قسمت کې واده ليکل شوى و، نو حتماً به واده وکړئ، خو دا خبره هم په ياد وساتئ، چې ژوند يوه ښايسته ډالۍ ده، تاسې چې په کومه ځمکه ژوند کوئ، هلته تاسې ته ډېر کارونه کول پکار دي، نو د دې لپاره واده ته هېڅ اړتيا نشته.

نوين وقار او خاوند

نوين وقار دا هم وويل، چې واده کول ښه خبره ده، خو که يو څوک د يو هدف ترلاسه کولو يا د کوم لامل له امله واده نه کوي او يوازې وي، نو د هغه لپاره ښه وخت دى چې خپل ارمانونه پوره کړي.

د يادولو وړ ده چې نوين وقار په ډېرو پاکستاني سريالونو کې کار کړى دى. هغې په ٢٠١٢ کال کې واده هم کړى و، خو د خپل خاوند سره د ٣ کالو تېرولو نه وروسته يې له هغه نه طلاق واخيست او اوس يوازې ژوند کوي.

Loading...

دا هم ولولئ

دیپکا پاډوکون د کامرې تر شا څه ډول ژوند لري؟

د لکونو مینوالو او تعقیبوونکو د لرونکو فلمي شخصیتونو د شخصي ژوند او د ژوند …