کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / د وټساپ پر ځاى ټيليګرام څومره خوندي او ګټور دى؟
ټيليګرام

د وټساپ پر ځاى ټيليګرام څومره خوندي او ګټور دى؟

د وټساپ له لوري نوې پالېسي، چې د فبرورۍ تر اتمې نېټې پورې يې منل حتمي دي او که يې څوک ونه مني، نو اکاونټ به يې ډيليټ کېږي، د وټساپ په ځينو کاروونکو کې تشويش راپېدا کړى دى.

د وټساپ د دې نوې پالېسۍ له راتګ وروسته که ډېرى شمېر خلکو په وټساپ سختې نيوکې کړې دي، نو بل خوا د وټساپ ډېرى کاروونکو د نورو اپليکېشنونو د کارولو خبره کړې ده.

د وټساپ د دې نوې پالېسۍ له مخې، وټساپ به د خپلو کاروونکو ډېر شخصي معلومات هم ترلاسه کوي او دا معلومات به بيا د فېسبوک په ګډون له نورو سره هم شريکوي.

د دې پالېسۍ وروسته اوس ځينې خلک د ټيليګرام د کارولو خبره کوي او وايي، چې د وټساپ پر ځاى ټيليګرام ته لاړ شئ، خو ټيليګرام څومره خوندي او ګټور دى؟ دلته يې ولولئ.

پټې خبرې

په ټيليګرام کې يو داسې ځانګړى فيچر هم دى، چې په وټساپ کې نشته دى. د دې پټو خبرو يا پټ چټ لپاره ټيليګرام کې يوه ځانګړې برخه جوړه شوې ده، چې ستاسې دا خبرې ډېرې پټې وي.

١.٥ جي بي فايل لېږل

ټيليګرام خپلو کاروونکو ته اجازه ورکړې ده چې د يو نيم جي بي پورې فايل لېږلى شي، چې دا د وټساپ په پرتله بېخي زيات دى، ځکه وټساپ تر ١٠٠ ام بي زيات فايل لېږلو اجازه نه ورکوي.

په سلګونو زره کسان په ګروپونو کې ورزيات کړئ

په وټساپ ګروپ کې شاوخوا ٢٥٠ کسانو نه زيات تاسې نه شي اچولى، خو په ټيلي ګرام کې بيا تر ٢٠٠ زرو څخه هم زيات په يو ګروپ کې اچولى شئ يا خپل چېنل جوړولى شئ، چې هر څومره خلک پکې برخه اخيستلى شي.

فارورډ ميسج

په ټيليګرام کې که تاسې د يو چا ميسج بل چا ته ولېږئ، نو هغه کس ته بېخي داسې نه ورځي، چې دا ميسج د بل چا فارورډ ميسج دى.

د موبايل شمېره نه معلومېدل

د وټساپ په پرتله په ټيليګرام کې دا اپشن هم شته، چې تاسې کولاى شئ د هر چا څخه خپله شمېره پټه وساتئ، خو په وټساپ کې بيا ستاسې شمېره په ګروپ او انفرادي هر چاته ښکاري.

د ټيليګرام په اړه د ټېکنالوژۍ پوهانو اندېښنې:

که څه هم ټيليګرام تر وټساپ ډېر فيچرونه لري، خو بيا هم د ټېکنالوژۍ پوهان پرې ځينې اندېښنې لري.

١-: په ټيليګرام کې ستاسې چټونه يوازې هغه وخت انکرپټيډ وي، کله چې تاسې د هر يو کس لپاره پټ چټ کاروئ، انکرپټيډ، يعنې خوندي وي.

٢-: د ټيليګرام ګروپونه او چېنلونه انکرپټيډ نه وي.

٣-: د ټيليګرام ګروپونه او چېنلونه خوندي نه دي او د دې په مرسته تاسې معلومېدلى شئ.

٤-: ټيليګرام ستاسې د کنټيکټ ليسټ د هغه کسانو ډاټا هم اخلي، چې هغوى ټيليګرام نه کاروي.

Loading...

دا هم ولولئ

موبايل

ګوګل د انډرويډ کاروونکو ستر ارمان پوره کړ

ګوګل د انډرويډ کاروونکو لپاره يوه نوې اسانتيا رامنځته کړې ده، چې له دې وروسته …