د پاکستان سوپر ليګ (پي ايس ايل) ٦م پړاو سياليو لپاره سبا د پاکستان په لاهور ښار کې د ډرافټ سيالۍ ترسره کېږي، چې ٣٥ افغان لوبغاړو هم ورته نومليکنه کړې ده.
د ځينو سرچينو په وېنا، د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر اصغر افغان هم د شپږم پړاو سياليو ته نومليکنه کړې ده، نوموړي د سلور په کټګورۍ کې نومليکنه کړې ده، چې تر ټولو کمزورو کټګوري ده.
تر دې مخکې د پاکستان کرکټ بورډ د هغه بهرنيو لوبغاړو نومونه اعلان کړي و، چې د پلاټينيم په کټګورۍ کې يې نومليکنه کړې وه، چې پکې راشد خان، محمد نبي او مجيب الرحمان نومونه هم شامل و.
د راشد خان، محمد نبي، مجيب الرحمان او اصغر افغان په ګډون ٣٥ افغان لوبغاړو د پي ايس ايل ډرافټ ته نومليکنه کړې ده، خو لا د نورو لوبغاړو نومونه نه دي معلوم شوي.
دا سيالۍ چې د فبرورۍ په مياشت کې د ٦ لوبډلو ترمنځ د پاکستان په کراچۍ او لاهور ښارونو کې پيلېږي، سبا د جنورۍ په ١٠مه نېټه به يې د ډرافټ مراسم ترسره شي.
د يادولو وړ ده چې د پاکستان سوپر ليګ پنځم پړاو سياليو ته هم يو شمېر افغان لوبغاړو نومليکنه کړې وه، خو هغه مهال هېڅ افغان لوبغاړى په دغه سياليو کې کومې لوبډلې نه و اخيستى.