کورپاڼه / تجارتي ليګونه / د هغه افغان لوبغاړو نوملړ چې د پاکستان سوپر ليګ ته يې نومليکنه کړې ده
پاکستان سوپر ليګ ډرافټ

د هغه افغان لوبغاړو نوملړ چې د پاکستان سوپر ليګ ته يې نومليکنه کړې ده

د پاکستان سوپر ليګ (پي ايس ايل) شپږم پړاو لپاره سبا (د جنورۍ په لسمه نېټه) د پاکستان په لاهور ښار کې د ډرافټ مراسم ترسره کېږي، چې لسګونه افغان لوبغاړو هم ورته نومليکنه کړې ده.

دې سياليو ته په څلور کټګوريو کې افغان لوبغاړو نومليکنه کړې ده، چې په پلاټينيم کټګورۍ کې راشد خان، محمد نبي او مجيب الرحمان نومليکنه کړې ده، چې څو ورځې وړاندې يې ليسټ خپور شوى دى.

اوس تازه د پاکستان کرکټ بورډ د پاتې کټګوريو د ټولو لوبغاړو ليسټونه هم خپاره کړي دي.

د ډايمنډ په کټګورۍ کې ظاهر خان، قېس احمد او حضرت الله ځاځى هغه درې افغان لوبغاړي دي چې نومليکنه يې کړې ده.

د ګولډ په کټګورۍ کې بيا ګلبدين نايب، فضل نيازي، جاوېد احمدي، وقار سلامخېل، محمد شهزاد، نجيب الله ځدراڼ، نور احمد، رحمان الله ګربز او شاپور ځدراڼ هم خپل نومونه ليکلي دي.

تر ټولو زياتو افغان لوبغاړو بيا په سلور کټګورۍ کې نومليکنه کړې ده، چې په دې کټګورۍ کې د ملي لوبډلې لوبډلمشر اصغر افغان هم خپل نوم ليکلى دى.

د اصغر افغان پرته په دې کټګورۍ کې افتاب عالم، عظمت الله عمرزي، بهير شاه، اسدالله متني، درويش رسولي، فضل حق فاروقي، حاجي مراد مرادي، حمزه هوتک، حشمت الله شهيدي، احسان الله احسان، کريم جنت، محمد وسيم مندوزي، موسى مسلم، ناصر خان عمر، عثمان غني، سميع الله شينواري، شفيق الله غفاري، شاهدالله کمال او شرف الدين اشرف خپل نومونه ليکلي دي.

د يادولو وړ ده چې د پاکستان سوپر ليګ د ٦م پړاو سيالۍ د فبرورۍ په مياشت کې د ٦ لوبډلو ترمنځ د پاکستان په کراچۍ او لاهور ښارونو کې پيلېږي.

دا هم ولولئ

سنجى منجريکر

سنجى منجريکر: حېدراباد په دې لوبغاړو په بريا خپلولو نه ارزي

د سنرايزرز حېدراباد لوبډلې پرون يو ځل بيا ډېره کمزورې توپوهنه ترسره کړه او ګټې …