کورپاڼه / سياست او روانې چارې / سرپل کې د ۹۲۰۰ افغانیو ټلویزیون په ۱۴۵ زره او د ۱۰۵۰ افغانیو ترومیل په ۱۳۰ زره اخیستل شوی

سرپل کې د ۹۲۰۰ افغانیو ټلویزیون په ۱۴۵ زره او د ۱۰۵۰ افغانیو ترومیل په ۱۳۰ زره اخیستل شوی

د سرپل ولایت لپاره پېرل شوي طبي توکي دومره په ګرانه بیه پېرل شوي دي، چې هېڅ به مو دا خبره عقل ونه مني، ان ډېری توکي په سل چنده زیاته بیه حساب شوي دي.

په دې توکو کې د ۱۰۵۰ افغانیو ترومیل په ۱۳۰ زره افغانیو حساب شوی دی او همدا راز د ۹۲۰۰ افغانیو ټلویزیون بیا په ۱۴۵ زره افغانۍ حساب شوی دی.

پژواک اژانس د هغه توکو د بیو څېړنه کړې ده، چې د سرپل ولایت لپاره اخیستل شوي دي او د خپلې فېسبوکپاڼې څخه يې دا معلومات په عکسي بڼه خپاره کړي دي.

د پژواک په وینا، د صغیره جراحۍ سیټ چې په بازار کې ۴۵۰ افغانۍ بیه لري، په ۵۸ زره افغانۍ پېرل شوی دی، چې ۱۲۹ چنده زیات دی.

کوچنی ترومیل چې په بازار کې په ۱۰۵۰ افغانۍ بیه لري، په ۱۳۰ زره افغانۍ پېرل شوی دی، چې دا بیه یې ۱۲۳ چنده زیاته ده.

د مټیس قیجې ۶ چې په بازار کې ۵۶۰ افغانۍ بیه لري، په ۴۹۳۰۰ افغانۍ پېرل شوې ده.

یو فیتسکوپ چې په بازار کې ۸۰ افغانۍ بیه لري، دلته په ۶۵۰۰ افغانۍ پېرل شوی دی.

یو دیوالي ساعت چې په بازار کې ۱۷۵۰ افغانۍ بیه لري، د دغه ولایت لپاره په ۳۵ زره افغانۍ پېرل شوی دی.

د عملیات څرخ چې په بازار کې ۳۳ زره افغانۍ بیه لري، دلته په ۶۳۵ زره افغانۍ باندې پېرل شوی دی.

۳۲ انچه سوني چينايي ټلویزیون چې په بازار کې ۹۲۰۰ افغانۍ بیه لري، د سرپل ولایت لپاره په ۱۴۵ زره افغانۍ پېرل شوی دی.

عکسونه او د بیو څېړنه د پژواک خبري اژانس له لوري ترسره شوې ده، چې د هغوی په مننه يې له تاسو سره شریکوو.

دا هم ولولئ

ا.ا د افغانستان بانک پخواني رییس اجمل احمدي بانکي حساب کنګل کړی

ا.ا د تېر جمهوري نظام پرمهال د افغانستان بانک سرپرست رییس اجمل اجمدي شپږ نیم …