کورپاڼه / خبرونه / د افغانستان کرکټ کې درې حېرانوونکې پېښې
عبداللطيف ايوبي، محمد نبي او حميد حسن

د افغانستان کرکټ کې درې حېرانوونکې پېښې

په ٢٠٢٠ کال کې د افغانستان کرکټ په نه شتون حساب دى، ځکه په ټول کال کې يوازې ٣ نړيوالې شل اوريزې لوبې ترسره شوې دي او له هغه پرته افغانستان هېڅ کومه لوبه نه ده ترسره کړې.

خو په ٢٠٢٠ کال کې بيا نورې کورنۍ سيالۍ هم ترسره شوې، چې يوازې شپږيزه کرکټ ليګ هغه لوبې دي، چې د خلکو پام وراوړي.

د افغانستان د کرکټ درې حېرانوونکې پېښې يې دوه د ٢٠٢٠ کال دي او يوه يې تازه ده، خو په دې ليکنه کې دا دريمه پېښه مو هم ورسره يو ځاى کړه.

محمد نبي د بورډ غړى

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رييس فرهان يوسفزي په ٢٠٢٠ کال کې ډېره نا اشنا پرېکړه دا وکړه، چې د ملي لوبډلې برحاله لوبغاړى محمد نبي يې د کرکټ بورډ د بورډ غړى وټاکه.

محمد نبي ٣

ښايي دا د کرکټ په تاريخ کې هم ځانګړې پېښه وي، چې د ملي لوبډلې يو برحاله لوبغاړى دې د بورډ د غړي په توګه هم وټاکل شو. اوس محمد نبي د بورډ غړى هم دى او په ملي لوبډله کې هم لوبېږي.

د لوبډلې مالک په لوبه کې لوبېدل

د شپږيزې کرکټ ليګ کې تر ټولو جالبه پېښه دا وه، چې د کابل بازانو لوبډلې مالک عبداللطيف ايوبي په يوه لوبه کې هم ولوبېده. هغه د سپين غر زمريانو پر وړاندې په لوبه کې ولوبېده چې ١ اور يې هم ترسره کړ او ١٦ منډې يې ورکړې.

عبداللطيف ايوبي او سميع الله شينوارى

عبداللطيف ايوبي د ملي لوبغاړي رحمان الله ګربز خسر هم دى، خو هغه په دغه لوبه کې د لوبېدو له امله ټول اصول تر پښو لاندې کړل، ځکه تر دې مخکې نوموړي په هېڅ تجارتي، کورنيو يا ملي لوبو کې برخه نه وه اخيستې، چې وروسته کرکټ بورډ جريمه هم کړ.

حميد حسن، هم لوبغاړى هم روزونکى

د افغانستان ملي لوبډلې چټک توپ اچونکي حميد حسن که څه هم له نړيوالو يو ورځنيو لوبو څخه استعفا ورکړې ده، خو له شل اوريزو لوبو يې استعفا نه ده ورکړې او د راتلونکي نړيوال شل اوريز جام لوبېدو ته هيله من هم دى، په ورته وخت کې هغه بيا د کرکټ بورډ له لوري د توپ اچونکې روزونکى ټاکل شوى دى.

حميد حسن

کرکټ بورډ وايي، چې حميد حسن رسمي روزونکى نه دى، خو د افغانستان او ايرلېنډ ترمنځ سياليو لپاره يې د ملي لوبډلې د توپ اچونې روزونکي په توګه له لوبډلې سره لېږلى دى، تر څو تجربه ترلاسه کړي.

Loading...

دا هم ولولئ

کيرون پولارډ

کيرون پولارډ نړۍ حېرانه کړه

د ويسټ انډيز کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر او چټک توپوهونکي کيرون پولارډ په هغه توپ …