کورپاڼه / د لوبو راپورونه / اسټراليا د هند لوبډلې ته ٤٠٧ منډې هدف وټاکه
اسټراليا

اسټراليا د هند لوبډلې ته ٤٠٧ منډې هدف وټاکه

د هند او اسټراليا ترمنځ د دريم ټېسټ لوبې په څلورمه ورځ اسټراليا د ٦ لوبغاړو په سوځېدو ٣١٢ منډې وکړې او خپله پاڼۍ يې ختمه يا ډيکلير کړه.

د اسټراليا لپاره په دويمه پاڼۍ کې کيمرون ګرين ٨٤، سټيو سميت ٨١، مارنوس لابوشين ٧٣ او ټيم پين ٣٩ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د هند له لوري نوديپ سېني او روي چندرن اشوين ٢-٢ لوبغاړي وسوځول.

په څلورمه ورځ د خپلې پاڼۍ ډيکلير کولو وروسته اسټراليا د هند لوبډلې ته د ٤٠٧ منډو هدف وټاکه، په لومړۍ پاڼۍ کې اسټراليا ٣٣٨ منډې کړې وې چې هند يې په ځواب کې ٢٤٤ منډې وکړې او اسټراليا ترې ٩٤ منډې مخکې وه.

هند د ٤٠٧ منډو هدف په تعقيب کې ښه توپوهنه پيل کړې ده، چې تراوسه پورې يې ٧٠ منډې ترلاسه کړې دي خو کومه ويکټ يې له لاسه نه ده ورکړې. روهيت شرما او شوبمن ګيل توپوهنې ته ولاړ دي.

د يادولو وړ ده چې د ٤ ټېسټ لوبو لړۍ کې اسټراليا لومړۍ او هند په دويمه ټېسټ لوبه کې بريا خپله کړې وه.

Loading...

دا هم ولولئ

قېس احمد

قېس احمد: خوشحاله يم چې د پاکستان سوپر ليګ کې اخيستل شوى يم

د افغانستان ملي لوبډلې ورو توپ اچونکى قېس احمد وايي، چې خوشحاله دى چې د …