د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ ورو توپ اچونکى راشد خان به سبا د اسټراليا په بيګ باش تجارتي ليګ کې خپله وروستۍ لوبه ترسره کړي او له هغه وروسته به د ملي لوبډلې سره د يو ځاى کېدو په موخه له اسټراليا نه راروان شي.
د اډيليډ سټرايکرز لوبډلې په يو پوسټ کې تاييد کړې ده، چې راشد خان د ميلبورن سټارز پر وړاندې د دوى لپاره وروستۍ لوبه ترسره کوي او بيا ځي.
د اډيليډ سټرايکرز او ميلبورن سټارز ترمنځ دا لوبه سبا د جنورۍ په ١١مه نېټه ترسره کېږي.
View this post on Instagram
دوى وايي، چې د بيګ باش لسم پړاو کې به راشد خان خپله وروستۍ لوبه ترسره کړي او بيا به د افغانستان او ايرلېنډ د يو ورځنيو لوبو لړۍ لپاره متحده عربي اماراتو ته لاړ شي.
راشد خان هم د اډيليډ سټرايکرز لوبډلې څخه مننه کړې ده او ويلي يې دي، چې بل کال ته به بيا راستون شي.
د يادولو وړ ده چې محمد نبي پرون له اسټراليا څخه د متحده عربي اماراتو پر لور راروان شوى و. همدا راز مجيب الرحمان په اړه لا څه نه دي ويل شوي، چې هغه به کله له اسټراليا نه راروان شي.
د افغانستان او ايرلېنډ ترمنځ د ٣ نړيوالو يو ورځنيو لوبو لړۍ د جنورۍ مياشتې په ٢١مه نېټه پيلېږي، چې افغانستان د دې لوبو کوربه دى.