کورپاڼه / د لوبو راپورونه / مجیب الرحمان د ۱۶ منډو په بدل کې ۲ لوبغاړي وسوځول

مجیب الرحمان د ۱۶ منډو په بدل کې ۲ لوبغاړي وسوځول

د اسټراليا د بیګ باش سیالیو په ۳۵مه لوبه کې د مجیب اړوند بریسبین هيټ لوبډلې له سیډني سکسرز لوبډلې څخه ماتې وخوړه.

په یاده لوبه کې د مجیب اړوند بريسبین هیټ لوبډلې لومړی توپ وهنه وکړه ، د ټولو لوبغاړو په سوځيدو يې په پوره شل اورونو کې مقابلې لوبډلې ته د ۱۴۸ منډو کوچنی هدف په مخ کې کېښود.

د بریسبین هيټ لپاره په توپ وهنه کې یوازي کریس لین ښه وځليد، نوموړې د یوې شپږيزې او اوو څلوریزو په مټ په ۴۴ توپونو باندې ۵۶ تر ټولو زیاتې منډې جوړې کړې.

د سیډني له لوري په توپ اچونه کې جکسن برډ دوه، ډانیل یوه ، جیک بال درې او کارلوس بریټویټ څلور تکړه او پیاوړي لوبغاړي له مخې پورته کړل.

په دوهم اننګز کې سیډني سکسرز لوبډلې د ډانيل هوګز د ۵۱ او ډانیل کریسټن د ۵۷* ناسوځيدلو منډو په مټ ټاکل شوی هدف د اوو لوبغاړو په زیان تر لاسه کړ او په درېو ویکټو يې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه.

بریسبین هیټ ته مارک یو ، جک ، جیمز او افغان سوکه توپ اچونکي مجیب الرحمان دوه لوبغاړي وسوځول.

یاده دې وي چې په بیګ باش لیګ کې سیډني سکسرز لوبډلې نهه لوبې کړې شپږ يې ګټلې، درې يې بایللې، د ۲۵ پوینټونو په لرلو سره د جدول په لومړي سر کې قرار لري.

خبریال:ـ لعل آغا ابراهیمي.

Loading...

دا هم ولولئ

قېس احمد

قېس احمد: خوشحاله يم چې د پاکستان سوپر ليګ کې اخيستل شوى يم

د افغانستان ملي لوبډلې ورو توپ اچونکى قېس احمد وايي، چې خوشحاله دى چې د …