د پاکستان سوپر ليګ په ډرافټ سياليو کې د افغانستان درې مخکښ لوبغاړي راشد خان، محمد نبي او مجيب الرحمان د بېلا بېلو لوبډلو له لوري واخيستل شو.
Get ready for Afghan spin wizard @Mujeeb_R88 to level up @PeshawarZalmi team’s game! #HBLPSLDraft pic.twitter.com/z3ofxXOCn3
— PakistanSuperLeague (@thePSLt20) January 10, 2021
ورو توپ اچونکى راشد خان د لاهور قلندرز لوبډلې له لوري واخيستل شو، تجربه کاره الراونډر لوبغاړى محمد نبي د کراچۍ کنګز لوبډلې له لوري واخيستل او ورو توپ اچونکى مجيب الرحمان بيا د پېښور زلمي لوبډلې واخيست.
Having paved the way for Afghanistan with his ultimate all-rounder presence, @MohammadNabi007 is about to add more zest to the #HBLPSL6 as a part of @KarachiKingsARY team #HBLPSLDraft pic.twitter.com/4CyChhUR3f
— PakistanSuperLeague (@thePSLt20) January 10, 2021
د پاکستان سوپر ليګ د ډرافټ مراسم همدا اوس په لاهور کې روانې دي، چې ٦ لوبډلې پکې د خپلې خوښې لوبغاړي اخلي.
.@lahoreqalandars team’s bowling line-up is about to get an exhilarating upgrade as @rashidkhan_19 joins their roster! #HBLPSLDraft pic.twitter.com/yhix2n9ZcX
— PakistanSuperLeague (@thePSLt20) January 10, 2021
دې سياليو ته لسګونه افغان لوبغاړو هم نومليکنه کړې ده، چې تراوسه پورې پکې راشد خان، محمد نبي او مجيب الرحمان اخيستل شوي دي.
د کريس ګيل، ټام بنټون، ډيويډ ملر او کريس لين په څېر مشهور او نوميالي لوبغاړي هم د پاکستان سوپر ليګ کې بېلا بېلو لوبډلو له لوري اخيستل شوي دي.