کورپاڼه / هنر او کلتور / نجيبه فېض: جيم ته تګ د بدن او مازغو لپاره ښه دي
نجيبه فېض (3)

نجيبه فېض: جيم ته تګ د بدن او مازغو لپاره ښه دي

د افغانستان مشهوره هنرمنده نجيبه فېض چې اوسمهال په پاکستان کې ده، وايي، چې جيم ته تګ د بدن او مازغو لپاره ښه دي.

نجيبه فېض چې په کابل کې يې څو کاله له بېلا بېلو ټلويزيونونو سره کار وکړ، يو ځل بيا پاکستان ته تللې ده، هغه د پښتو او اردو ژبو مشهوره هنرمنده او د ټلويزيوني خپرونو کوربنه ده، چې د کندوز ولايت اوسېدونکې ده.

نجيبه فېض تازه ځينې عکسونه په ټولنيزو رسنيو کې خپاره کړي دي، چې په جيم کې ورزش کوي. نوموړې له دې عکسونو سره ليکلي دي، چې جيم ته تګ د بدن لپاره ښه دى، خو دا د مازغو لپاره هم ډېر ښه دى.

 

View this post on Instagram

 

A post shared by Najiba Faiz (@najibafaiz.official)


نوموړې ځينې نور عکسونه هم خپاره کړي دي، چې ورسره يې ليکلي دي، له ژړا ډېره خندا وکړئ، له اخيستلو ډېر څه ورکړئ او له کرکې زياته مينه وکړئ.

 

View this post on Instagram

 

A post shared by Najiba Faiz (@najibafaiz.official)


نجيبه فېض همدا راز د افغانستان مشهور سندرغاړي جاوېد اميرخېل سره هم ځينې عکسونه اخيستي دي او په ټولنيزو رسنيو کې يې خپاره کړي دي.

جاوېد اميرخېل څو ورځې وړاندې پاکستان ته تللى و، چې هلته يې بيا د نورو هنرمندانو تر څنګ له نجيبه فېض سره هم ليدلي و. نجيبه فېض له دې عکسونو سره ليکلي و، چې خپلو ملګرو سره ليدل داسې دي لکه د خوښې ډالۍ چې بيا پرانيزئ.

 

View this post on Instagram

 

A post shared by Najiba Faiz (@najibafaiz.official)

دا هم ولولئ

نوازالدین صدیقي: د بالیووډ ستونزه خپلوي پالل نه دي بلکې نسل پرستي ده

د هندي سینما مشهور اداکار نوازالدین صدیقي ویلي دي، چې د بالیووډ ترټولو لویه ستونزه …