کورپاڼه / جالب / د کورونا ويرې له امله يو سړي د ځان او ښځې لپاره د ټولې الوتکې ټکټونه واخيستل
اندونېزيايي سوداګر

د کورونا ويرې له امله يو سړي د ځان او ښځې لپاره د ټولې الوتکې ټکټونه واخيستل

د کورونا ويروس څخه د ځان ساتلو لپاره د ٦ فوټه ټولنيز واټن ساتلو لارښوونه کېږي، خو د اندونېزيا يو سوداګر بيا دا ټولنيز واټن بل حد ته ورساوه، چې د کورونا له ويرې د ځان او ښځې لپاره د ټولې الوتکې ټکټونه واخيستل.

د انډيا ټايمز وېبپاڼې د راپور په وېنا، د اندونېزيا دا سوداګر رچرډ مولجدي نومېږي او هغه په خپل انسټاګرام اکاونټ کې يو عکس هم پوسټ کړى دى، چې په ټوله الوتکه کې هغه او ښځه يې يوازې سفر کوي.

رچرډ چې د خپل شتمن ژوند له امله په اندونيزيا کې ډېر مشهور دى، ليکلي دي، چې هغه د جکارتې څخه بالي ته روان و او د کورونا نه د مخنيوي لپاره يې د ټولې الوتکې ټکټونه واخيستل.

په دغه سيلفي عکس کې ليدل کېږي، چې په ټوله الوتکه کې يوازې دوه کسان دي، چې يو هغه په خپله دى او دويمه يې ښځه ده او پاتې ټوله الوتکه تشه ليدل کېږي.

رچرډ دا هم ليکلي دي، چې هغه او ښځه يې د کورونا نه ډېره ويره لري او په همدې خاطر يې د ټولې الوتکې ټکټونه واخيستل، تر څو ارامه سفر وکړي.

دا هم ولولئ

هغه غرڅه، چې دوه کاله یې څلور کیلو ټایر په غاړه وګرځاوه، اوږې یې سپکې شوې

هغه بې ژبې غرڅه، چې د خپل ژوند ډېره برخه یې په غاړه کې څلور …