د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې څلورم لوبغاړى قېس احمد هم د پاکستان سوپر ليګ په ډرافټ مراسمو کې واخيستل شو.
ليګ سپينر قېس احمد د کوټې ګليډيټرز لوبډلې په سلور کټګورۍ کې واخيسته.
😎 QAIS AHMAD 😎
Adding more spin to the squad 🤟🏼, @imqaisahmadd turns Gladiator !!
How excited are you to watch him bowl with Zahid Mehmood!! 🤩#PurpleForce #WeTheGladiators pic.twitter.com/Ux9poyYpIH
— Quetta Gladiators (@TeamQuetta) January 10, 2021
قېس احمد چې په دې وروستيو کې په تجارتي ليګونو کې ډېر ځلېدلى دى، هغه د وروستي ځل لپاره په لنکا پريمئير ليګ کې ولوبېده او هلته يې ډېره ښه توپ اچونه ترسره کړه، د دې تر څنګ يې په يوه لوبه کې ښه توپوهنه هم ترسره کړه او چټکه پنځوسيزه يې ووهله.
د پاکستان سوپر ليګ د ډرافټ مراسم چې اوسمهال په لاهور کې روان دي، تر قېس احمد مخکې هم درې افغان لوبغاړي د بېلا بېلو لوبډلو له لوري اخيستل شوي دي.
راشد خان د پلاټينيم کټګورۍ کې د لاهور قلندرز لوبډلې اخيستى دى، همدا راز محمد نبي د کراچۍ کنګز او مجيب الرحمان د پېښور زلمي لوبډلې په ډايمنډ کټګورۍ کې اخيستي دي.