کورپاڼه / خبرونه / کرکټ بورډ ٤ نور لوبغاړي هم متحده عربي اماراتو ته ولېږل
حمزه هوتک، قېس احمد، فريد ملک او فضل حق

کرکټ بورډ ٤ نور لوبغاړي هم متحده عربي اماراتو ته ولېږل

د افغانستان کرکټ بورډ ٤ نور لوبغاړي هم متحده عربي اماراتو ته نن لېږلي دي، تر څو هلته له لوبډلې سره يو ځاى شي او په تمريناتي کمپ کې ورسره برخه واخلي.

د افغانستان ملي لوبډله څو ورځې وړاندې متحده عربي اماراتو ته تللې ده، چې پرون ورځ يې تمرينات هم پيل کړي دي او د ايرلېنډ پر وړاندې لوبو ته تيارى کوي.

تازه افغانستان کرکټ بورډ په خپله رسمي فېسبوکپاڼه کې ليکلي:

((افغان کرکټ بورډ نن د ملي لوبډلې د بشپړ چمتووالي په موخه څلور نور توپ اچوونکي (قیس احمد، فضل حق، حمزه هوتک او فرید ملک) هم د متحده عربي اماراتو پر لوري ولېږل، ترڅو د توپ اچونې په ډګر کې د لوبډلې د چمتووالي په موخه له یادو توپ اچوونکو ګټه پورته شي.))

افغانستان د ايرلېنډ سره د ٣ نړيوالو يو ورځنيو لوبو لړۍ په همدې روانه مياشت کې پيلوي، خو داسې اوازې دي چې يو ځل بيا د لوبو ټاکلې نېټه ځنډېدلې ده.

لومړى دا سيالۍ د جنورۍ په ١٨مه نېټه پيلېدونکې وې، چې وروسته بيا کرکټ بورډ اعلان وکړ، چې دا سيالۍ به د جنورۍ په ٢١مه نېټه پيل شي، خو اوس ځينو سرچينې وايي، چې دا سيالۍ څو ورځې نورې هم ځنډېدلي دي.

دا هم ولولئ

ثانیه مرزا پرېکړه کړې چې د هند او پاکستان د لوبې په ورځ چېرته ځان ورک کړي

د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې د مخکښ لوبغاړي شعیب ملک میرمن او د هند …