کورپاڼه / تجارتي ليګونه / جاوېد اپريدي مجيب الرحمان ته ښه راغلاست وويل
مجيب الرحمان

جاوېد اپريدي مجيب الرحمان ته ښه راغلاست وويل

د پاکستان سوپر ليګ د پېښور زلمي لوبډلې مالک جاوېد اپريدي د افغانستان مخکښ ورو توپ اچونکي مجيب الرحمان ته ښه راغلاست وويل.

د پاکستان سوپر ليګ د شپږم پړاو سياليو لپاره د ډرافټ مراسم نن په لاهور کې ترسره کېږي، چې د مجيب الرحمان په ګډون يو شمېر افغان لوبغاړي هم د بېلا بېلو لوبډلو له لوري واخيستل شو.

مجيب الرحمان په دې لړ کې د پېښور زلمي لوبډلې واخيسته، چې په راتلونکي پړاو کې به د دوى په ګټه ولوبېږي.

د پېښور زلمي لوبډلې مالک جاوېد اپريدي هم د مجيب الرحمان په اړه په ټويټر کې يو ټويټ کړى دى او هغه ته يې هرکلى ويلي دي.

نوموړي د مجيب الرحمان يو عکس د پېښور زلمي لوبډلې په کاليو کې خپور کړى دى او ليکلي يې دي: ((پخېر راغلې، افغانستان ځوان لوبغاړي مجيب ځدراڼ ته پاکستان سوپر ليګ برخه جوړېدو مبارکي وايم.))


د يادولو وړ ده چې دا لومړى ځل دى چې مجيب الرحمان به د پاکستان سوپر ليګ سياليو کې برخه واخلي.

تر مجيب الرحمان پرته راشد خان د لاهور قلندرز، محمد نبي د کراچۍ کنګز او قېس احمد د کوټې ګليډيټرز لوبډلې اخيستي دي.

د پاکستان سوپر ليګ شپږم پړاو سيالۍ د فبرورۍ په مياشت کې په کراچۍ کې پيلېږي، چې هلته د نيمايي لوبو ترسره کېدو وروسته به پاتې لوبې په لاهور کې ترسره شي.

دا هم ولولئ

کلکتې، بېنګلور ته ماتې ورکړه او دویم کوالیفای ته یې لار وموندله

سنیل ناراین د کلکتې لوبډلې لپاره د لوبې په دواړو برخو کې غوره لوبه نندارې …