د افغانستان کرکټ بورډ پخواني اجراييوي رييس حامد شينواري په پاکستان سوپر ليګ کې د افغان لوبغاړو له لوبېدو سره مخالفت ښکاره کړى دى او ويلي يې دي، چې افغان کرکټ بورډ دې لوبغاړو ته اجازه نه ورکوي.
د پاکستان کرکټ ليګ شپږم پړاو ډرافټ ته ډېرو افغان لوبغاړو نومليکنه کړې وه، چې څلور افغان لوبغاړي د بېلا بېلو لوبډلو له لوري واخيستل شو.
پخواني اجراييوي رييس حامد شينواري په دې اړه په خپله فېسبوکپاڼه کې يو پوسټ کړى دى او په پاکستان سوپر ليګ کې يې د افغان لوبغاړو له لوبېدو سره مخالفت ښکاره کړى دى.
هغه ليکلي: ((کرکټ بورډ بايد افغان لوبغاړو ته په پاکستان سوپر ليګ يا PSL کې د لوبېدو اجازه ورنکړي. د دښمن اقتصاد مه پياوړى کوئ. د ودان افغانستان په لور.))
د يادولو وړ ده چې د پاکستان سوپر ليګ راتلونکو سياليو ته راشد خان د لاهور قلندرز، محمد نبي د کراچۍ کنګز، مجيب الرحمان د پېښور زلمي او قېس احمد د کوټې ګليډيټرز لوبډلو اخيستي دي.