کورپاڼه / روغتيا / که د بویولو او ذایقې حس مو له لاسه ورکړی وي، نو دا لېکنه ضرور ولولئ
سوى ليمو

که د بویولو او ذایقې حس مو له لاسه ورکړی وي، نو دا لېکنه ضرور ولولئ

لکه څنګه چې موږ ټول په دې پوهېږو چې د ذایقې او بویولو حس له لاسه ورکول د کورونا د ویروس له نښو، نښانو څخه دي. دغه راز په ځینو نورو حالاتو کې هم له ورته ستونزو سره مخ کېدلی شو، چې بیا همدغه ستونزې راته ډېرې ځورونکې تمامېږي، ځکه چې لاتر اوسه پورې داسې درمل نه دي تیار شوي، چې د تکلیف په ښه کولو کې راسره مرسته وکړي. نو راځئ چې نن ورځ داسې توکي وپېژنو، چې په سبب یې خپل مشکل حل کړو.

سره مرچ:

د ډېرو عامو تجربو له مخې ویل کېږي چې تېز سره مرچ بنده پوزه خلاصوي او د بویولو او ذایقې په حس کې ښه والی رامنځته کوي.

سپیرکۍ:

ډېر به مو لوستي او اورېدلي وي، چې سپیرکۍ د سړو او د مختلفو حساسیتونو لپاره بېخي ګټور وي. دغه راز د تېز خوند په درلودلو سره د سینې لپاره هم اغېزمن تمامېږي. ددې لپاره چې د بویولو حس مو ښه شي، په یوه ټوټه کې سپیرکۍ تاوې کړئ او وخت نا وخت یې بوی کړئ.

د ارهنډو تېل:

د ارهنډو د تېلو په اړه ویل کېږي، کله چې د پوزې اړوند ستونزې رامنځته شي یاهم حساسیت رامنځته شي، نو د ارهنډو تېل ورته ګټور تمامېږي، د بویولو او ذایقې حس ښه کوي او د ټولې ستونزې حلوي. ددې لپاره چې ذکر شوي حسونه مو ښه شي، د ارهنډو تېل ګرم کړئ، بیا یې دوه څاڅکي په پوزه کې واچوئ او ژوره ساه واخلئ.

هوږه:

که چېرته هوږې ته د طبیعت یوه لویه ډالۍ ووایو، نو غلطه به نه وي، ځکه چې د هوږې خوند ډېر تېز وي او په طب کې د ساه د اړوندو ستونزو د له منځه وړلو لپاره مرستندویه تمامېږي، دغه راز د ذایقې د حس په ښه کولو کې هم ګټوره ګڼل کېږي. ددې لپاره هوږه راواخلئ او په اوبو کې یې وایشوئ او تیاره شوې جوشانده وڅښئ، نو د ذایقې حس به مو ښه شي.

سوی لېمو:

ویل کېږي چې یوه دانه لېمو یا نارنج راواخلئ، بیا یې وسوځوئ او و یې خورئ، نو په دې سره به مو د بویولو او ذایقې حس ښه والی ومومي.

یاده دې وي چې پورتنۍ ټولې طریقې کوم ساینسي ثبوت نه لري، خو د تجربو له مخې ډېرو خلکو ورځنې ګټه اخیستې ده او ویل کېږي چې ذکر شوې طریقې هیڅ ډول زیان نه لري.

دا هم ولولئ

په منځني عمر کې د وینې لوړ فشار دماغ کمزوري کوي

استرالیایي روغتیاپالانو له دولس کاله څېړنو وروسته موندلې ده، چې له ۲۰-۲۵ کلنو کسانو کې …