د افغانستان کم عمره توپ اچونکى نور احمد هم د پاکستان سوپر ليګ په ډرافټ مراسمو کې د کراچۍ کنګز لوبډلې له لوري واخيستل شو.
نور احمد که څه هم تراوسه پورې د افغانستان لپاره کومه لوبه نه ده ترسره کړې، خو نوموړى دا څلورم تجارتي ليګ دې چې پکې اخيستل کېږي.
نور احمد د افغانستان پنځم لوبغاړى دى، چې د پاکستان سوپر ليګ کې واخيستل شو. هغه د کراچۍ کنګز لوبډلې په سپليمنټري کې واخيسته.
Super excited to welcome the young phenom from Afghanistan Noor Ahmad as the youngest #King ever in the PSL pic.twitter.com/9lISm5hffR
— Karachi Kings (@KarachiKingsARY) January 10, 2021
نور احمد لومړى د کارابين پريمئير ليګ کې اخيستل شوى و، خو هلته يې د وېزې په وخت نه ورکولو له امله برخه وانخيسته، له هغه وروسته د اسټراليا په بيګ باش ليګ کې واخيستل شو، چې نوموړى اوسمهال هلته لوبېږي. همدا راز ورپسې نوموړى د ابوظهبي ټي ټين ليګ کې واخيستل شو او اوس تازه د پاکستان سوپر ليګ کې واخيستل شو.
د کراچۍ کنګز لوبډلې محمد نبي هم اخيستى دى او دا يې دويم افغان لوبغاړى شو، چې د دوى په لوبډله کې شامل شو.
تر نور احمد مخکې د پاکستان سوپر ليګ کې راشد خان، محمد نبي، مجيب الرحمان او قېس احمد هم د بېلا بېلو لوبډلو له لوري اخيستل شوي دي.
د يادولو وړ ده چې د پاکستان سوپر ليګ د شپږم پړاو سيالۍ د فبرورۍ په مياشت کې پيلېږي، چې د پاکستان په کراچۍ او لاهور ښارونو کې به ترسره شي.