کورپاڼه / جالب / هغه ښځه چې ۳۳ کاله یې یوازې په چایو ژوند تېر کړی دی

هغه ښځه چې ۳۳ کاله یې یوازې په چایو ژوند تېر کړی دی

د چایو د مینوالو په اړه به مو ډېر اورېدلي او لېدلي وي، خو اوسمهال د هندوستان د چتیس ګړ په ایالت کې یوه داسې ښځه د راپورونو سر ټکی ګرځېدلی، چې له تېرو ۳۳ کلونو څخه یې یوازې د چایو په څښلو ژوند تېر کړی دی. د (انډیا ټایمز) د راپور له مخې ویل کېږي چې د هندوستان د چتیس ګړ ایالت د کوریا ولسوالۍ، د بارادیا د کلي یوې ۴۴ کلنې ښځې (پلي دیوي) ادعا کړې، چې له تېرو ۳۳ کلونو څخه یې هیڅ هم نه دي خوړلي، بلکې د چایو په څښلو کې یې ژوند تېر کړی دی.

د پلي دیوي د وینا له مخې ویل کېږي، چې د کلي خلک یې د (چایو واله د کاکا د ښځې) په نوم سره پېژني. د پلي دیوي پلار رتي رام وایي، چې لور یې په یوولس کلنۍ کې د وروستي ځل لپاره لږ څه خوراک کړی و، خو هغه وخت د جانال د پټنا په ښوونځي یوه سیالي ترسره کېده، چې دې هم ور پکې برخه اخیستي وه، کله چې له سیالۍ بېرته کور ته راغله، نو په ناڅاپي ډول یې خوراک، څښاک پرېښودل.

رتي رام زیاتوي، چې لور یې په لومړیو کې له چایو سره بیسکټ او ډبل روټۍ خوړله، خو د وخت په تېرېدو یې دا هر څه پرېښودل، حتی تر دې چې د شېدو استعمال یې هم پرېښود او دا ۳۳ کاله کېږي چې یوازې له چایو یاهم له قهوې څخه ګټه اخلي.

راپورونه وایي، چې پلي دیوي تل په کور کې وي او په منظم ډول سره عبادت کوي، خو کله چې لمر د ډوبېدو په حال کې شي، نو دا وخت یوه پیاله چای یا قهوه څښي. د نوموړې میرمنې کورنۍ وایي چې د پلي دیوي د خوراک او څښاک د پرېښودو وروسته یې ډاکتر ته مراجعه هم کړې وه، چې بیا له ډېرو معاینو وروسته ورته ډاکترانو وویل چې پلي دیوي روغه جوړ ده او دا کړنه یې په روغتیا ناوړه اغېزې نه لري.

Loading...

دا هم ولولئ

د حیدر آباد په یو جومات کې د ښځینه وو لپاره جیم جوړ شوی

ویل کېږي چې د هندوستان د حیدر آباد د ښار په یو جومات کې د …