کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / د فېسبوک ځیرکې عینکې کومې ځانګړتیاوې لري؟ ایا د موبایلونو ځای به ونیسي؟

د فېسبوک ځیرکې عینکې کومې ځانګړتیاوې لري؟ ایا د موبایلونو ځای به ونیسي؟

د فېسبوک شرکت په روان ۲۰۲۱ کال کې د ځیرکو عینکو وړاندې کولو اعلان کړی دی چې ویل کېږي په دې ځیرکو عینکو کې به کېمره هم لګېدلي وي.

د مېل انلاین د راپور په وینا، فېسبوک د عینکو جوړونکي مشهور شرکت (ریبین) سره په ګډه د ۲۰۱۷ کال راهیسې په دې ځیرکو عینکو باندې کار کوي.

د دې عینکو په اړه تراوسه هم پوره معلومات نشته، خو ویل کېږي چې په راتلونکي وخت کې به دا ځیرکې عینکې د ځیرکو موبایلونو ځای ونیسي.

د فېسبوک پوهان له تېرو درې کلونو راهیسې په دې عینکو کار کوي.

ویل کېږي چې د دې عینکو په سترګو کولو سره به ستاسې مخې ته یوه ډسپلی یا شیشه راځي، چې په مرسته به تاسې زنګونو ته ځواب ورکولی شئ او نور کارونه به هم پرې ترسره کولی شئ.

د فېسبوک شرکت اوکیلولس ریسرچ ساینسپوه مایکل ابریش په ۲۰۱۷ کال کې د دې ځیرکو عینکو په اړه ویلي و، چې دا به ډېر ژر د موبایلونو ځای ونیسي.

هغه ویلي و، چې دا عینکې به ځیرکتیا کې زیاتوالی راولي، یادداشت به مو ورسره ښه شي، د بېلا بېلو ژبو ژباړې به کوي او نور هغه ټول کارونه به ترسره کوي چې خلک يې د کمپیوټر یا ځیرک موبایل په مرسته کوي.

دا هم ولولئ

پر سپوږمۍ دوه میلیارده کاله وړاندې لاوا ایشېدله

د ساینسپوهانو یوې نړیوالې ډلې موندلې ده چې دوه میلیارده کاله وړاندې پر سپوږمۍ د …