کورپاڼه / خبرونه / اصغر افغان، د پاکستان سوپر لیګ په سلور کټګورۍ کې هم کومې لوبډلې وانخیست
اصغر افغان

اصغر افغان، د پاکستان سوپر لیګ په سلور کټګورۍ کې هم کومې لوبډلې وانخیست

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې کپتان اصغر افغان چې د پاکستان سوپر لیګ سیالیو ته يې په سلور کټګورۍ کې نوملیکنه کړې وه، د ډېرو نورو افغان لوبغاړو په څېر هېڅ لوبډلې وانخیست.

د پي ایس ایل راتلونکي پړاو سیالیو ته راشد خان، محمد نبي، مجیب الرحمان، قېس احمد او نور احمد لکڼوال بېلا بېلو لوبډلو واخیستل، خو اصغر افغان، شاپور ځدراڼ، افتاب عالم، ګلبدین نایب، رحمان الله ګربز او نور ډېر افغان لوبغاړي همداسې پاتې شو.

اصغر افغان چې د ملي لوبډلې کپتان دی، په سلور کټګورۍ کې يې نوم لیکنه کړې وه، چې تر ټولو کمزورې یا ټیټه کټګوري ده.

همدا راز شاپور ځدراڼ چې نور ایکسپایر شوی دی، هم دې لیګ ته نوملیکنه کړې وه.

د هند کپتان ویراټ کوهلي، د پاکستان بابر اعظم، د اسټرالیا ارون فنچ، د نیوزیلېنډ کین ویلیمسن او داسې نور… د هر هېواد د ملي لوبډلو کپتانان د نړۍ غوره لوبغاړي هم دي.

له دې څخه په واضحه توګه څرګندېږي، چې نور باید اصغر افغان او د هغه د وخت نور ټول لوبغاړي له نړیوال کرکټ څخه استعفا ورکړي او د افغانستان لپاره دې د کرکټ په نورو برخو کې کار وکړي.

دا هغه لوبغاړي دي، چې په ملي لوبډله بوج ګرځېدلي دي او د نورو تکړه ځوانانو مخه يې نیولې ده

د افغانستان کرکټ او د کرکټ اداره تر دې حده رارسېدلې ده، چې د کرکټ بورډ پخوانیو چارواکو يې هم په اړه غږ پورته کړی دی او د سمون غوښتنه يې کړې ده.

د کرکټ بورډ عمومي رییس فرهان یوسفزي په داسې وخت کې اصغر افغان بېرته کپتان کړ، چې باید نور له لوبډلې کېنول شوی وای، خو بلخوا بیا د کرکټ ډایریکټر رییس احمدزی په داسې وخت کې وايي، چې په ملي لوبغاړو کې له اصغر افغان پرته بل داسې لوبغاړی نشته، چې لوبډلمشري وکولای شي.

له دې هر څه نه څرګندېږي، چې د افغانستان کرکټ تر ولکې لاندې راګېر دی او که د کرکټ لپاره په سمه توګه کار ونه شي، نو ښايي بېرته پخواني وخت ته ستون شي.

دا هم ولولئ

هغه لوبغاړي چې د دوو لوبډلو لپاره یې نړیوال جامونو کې برخه اخیستې ده

دا د هر لوبغاړي هیله او ارمان وي چې په نړیوال جام کې د خپلې …